ads

په ننګرهار کې د ملکي وګړو خوندیتوب کمېټې د یوه لاریون په ترڅ کې د اوربند غوښتنه وکړه

ننګرهار کې د ملکي وګړو خوندیتوب کمیټي غړو د پنجشنبې ورځ د یو لاریون پر مهال له وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنه وکړه.

جان اغا صالح
5 مرغومی 1399
په ننګرهار کې د ملکي وګړو خوندیتوب کمېټې د یوه لاریون په ترڅ کې د اوربند غوښتنه وکړه

د لاریون ګډونوالو د جګړې له ښیکیلو خواوو د ملکي وګړو پر خوندیتوب هم ټينګار کاوه او هم یې له نړیوالې ټولنې وغوښتل ترڅو وسله وال طالبان دایمي اوربند ته وهڅوي.

جلال اباد ښار کې د ملکي وګړو د خوندیتوب کمیټې غړو د پنجشنبې په ورځ د یو سوله ییز لاریون پرمهال له ښکیلو خواوو د جګړې دریدو غوښتنه وکړه.

په لاریون کې د روانې جګړې یو شمیر زیانمنو شویو کسانو هم ګډون کړی و، دوی په دوحه کې د بین الافغاني خبرو دویم پړاو ته خوښي وښوده او له دواړو خواوو یې وغوښتل چې د سولې په دې اساس پړاو خبرو کې اوربند ته لومړیتوب ورکړي.

«مونږ دسولې دویم پړاو خبرو ته خوښ یو او له ښکیلو خواوو غوښتنه کوو چې اوربند وکړي او نور دې روانه جګړه ودروي دا جګړه پر افغانانو تپیل شوې.»

د لاریون یو ګډونوال چترال همت پر نړیوالې ټولنه هم غږ وکړ ترڅو وسله والو طالبان په هیواد دایمي اوربند ته وهڅوي.

«مونږ له نړیوالو هم غوښتنه کوو، چې وسله وال طالبان دې اوربند ته وهڅوي او نور دغه پیل شوې جګړه پای ته ورسوي.»

دلاریون مشر او ملکي وګړو د خوندیتوب کمیټې غړي احمد ظاهر زهیر په هیواد کې د ملکی وګړو پر مرګ ژوبلې هم اندیښنه وښوده او د جګړې پر ښکیلو خواو غږ وکړ چې، دملکي وګړو خوندیتوب ته پام وکړي.

«مونږ ته نور د ملکي وګړو مرګ ژوبله د منلو نه ده له دواړو خواوو غوښتنه کوو، چې دملکي خوندیتوب ته پام وکړي، ځکه د روانې جګړې ډیر قربانیان ملکی وګړي دي.»

ننګرهار کې داسې مهال خلک له وسله والو طالبانو د اوربند غوښتنه کیږي، چې هره ورځ د هیواد له په مرکز او بیلابیلو ولایتونو کې د جنګ جګړو او نورو ناامنیو راپورونه ورکول کیږي، چې زیاتره قربانیان یې ملکي وګړي دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA