امریکا په افغانستان کې وروستۍ هدفي وژنې د اندېښنې وړ ګڼي

په افغانستان کې په دې وروستیو کې د جګړو او نښتو سربېره د خبریالانو، مدني فعالینو، بشري حقونو د فعالینو او پېژندل شویو کسانو باندې بریدونو او هدفي وژنو هم زور اخیستی دی.