دغه چارې د افغانانو سربېره نړیوال او په ځانګړې توګه امریکا هم اندېښمنه کړې ده.
د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپله ټویټرپاڼه لیکلي، افغانان سوله غواړي او وروستۍ هدفي وژنې د سولې روانه پروسه ګواښلی شي.
نوموړي غوښتنه کړې چې په افغانستان کې نور باید هدفي وژنې ودرول شي.
د هدفي وژنو د لړۍ په دوام د پنجشنبې په ورځ په کاپیسا کې مدني فعاله فرشته کوهستاني د نامعلومو وسله والو له خوا له خپل ورور سره یو ځای په یوه وسله وال برید کې ووژل شوه.
فرشتې کوهستاني څو ورځې وړاندې په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي وو، چې نوموړې ګواښل شوې ده او د کورنیو چارو د وزارت په ګډون یې ټول مسوول بنسټونه خبر کړي خو هیچا یې د خوندیتوب لپاره کوم ګام نه دی اخیستی.
د هدفي وژنو د مخنیوي او په ځانګړې توګه د فرشتې کوهستاني د ادعا په اړه مو غوښتل چې د کورنیو چارو وزارت نظر هم ولرو خو له پرلپسې هڅو ونه توانېدو.
په همدې حال کې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون او د چارو یو شمېرشنونکي هم روان وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وایي، چې روانو ناخوالو د سولې په اړه د خلکو په هیلو سیوری غوړولی دی.
د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون مرستیال محمدنعیم نظري وایي، د خبریالانو، مدني فعالینو او پېژندل شویو کسانو په نښه کول د اندېښنې وړ موضوع ده.
نوموړی له دولت څخه غواړي چې د هېوادوالو امنیت خوندي کول یې مسوولیت دی او باید خپل مسوولیت ادا کړي.
«زموږ غوښتنه له افغان دولت داده چې امنیت تامین کړي او بله غوښتنه مو داده چې پېښې برسي کړي او عاملین یې پیدا کړي، له ټولو ډلو غواړم چې نور دې له دې کاره لاس واخلي»
په ورته وخت کې د چارو شنونکی محمدصادق شینواری وایي، له یوې خوا د سولې پروسه روانه ده او له بلې خوا بیا جګړو او هدفي وژنو زوراخیستي چې دغو حالت خلک له سولې څخه ناهیلي کړي دي.
«افغانان سولې ته ډېر ناهیلې دي چې سوله به راځي او که نه یو خوا ته د سولې خبرې پیل شوي او بل لور هدفي وژنې زیاتې شوې دي زه فکر دا پر سولې خپل اغېز لري»
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو شاوخوا دوه میاشتو کې یوازې پنځو تنو خبریالانو او څو تنو مدني فعالینو د ناپېژاندو وسله والو په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

