د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۱۸ میلیونه ډېر کسان په کورونا اخته شوي او تر ۳۲۶ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۷۸ میلیونه ډېر شوی او تر یو نیم میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۷۰ زره او ۸۴۲ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۸۹زره ۲۲۰ په مکسیکو کې ۱۲۰زره او ۳۱۱، په هند کې ۱۴۶زره او ۴۴۴، په بریټانیا کې ۶۹ زره ۱۵۷، په ایران کې ۵۴ زره او ۱۵۶ او په پاکستان کې ۹۵۵۷ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.


