د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي د زياتېدو په درشل کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولين وايي، په دې وروستيو کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی او د دوی وژل کېدل، بشري جنایت دی او اړوند امنيتي بنسټونه بايد د خبريالانو د خوندې پاتې کېدو په برخه کې جدي تدابير ونیسي.
خبريالان هم په دې وروستيو کې د دوی پر وړاندې د تاوتريخوالي زياتېدو ته اندېښمن دي او له حکومته د امنيت د ټينګښت غوښتنه کوي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست طاهر زهیر د پنجشنبې پر ورځ په يو خبري کنفرانس کې وويل، په دې وروستيو کې د خبريالانو د وژل کېدو پېښې په کلکه غندي او دا بشري جنايت بولي.
نوموړی د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، خبريالانو او کورنيو چارو وزارت ترمنځ د يو داسې مېکانیزم پر رامنځته کېدو ټينګار کوي چې لهمخې یې د خبريالانو د خوندي پاتې کېدو لپاره ځانکړي تدابير ونيول شي.
زهیر د مصالحې له عالي شورا او د حکومت له مرکچي پلاوي غواړي، څو د خبريالانو د خونديتوب موضوع ته په خپله اجنډا کې لومړيتوب ورکړي.
نوموړي وويل:
«په دې وروستيو کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی او د وژنې پېښې په کلکه غندو او دا بشري جنايت دی، موږ له ټولو خواوو غواړو چې د خبريالانو خوندي پاتې کېدو ته ده ځانګړې پاملرنه وکړي، موږ د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، خبريالانو او کورنيو چارو وزارت ترمنځ يو داسې مېکانیزم پر رامنځته کېدو کار وکړوچې لهمخې یې د خبريالانو د خوندي پاتې کېدو لپاره ځانکړي تدابير ونيول شي.»
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت نشراتي معين عبدالمنان شيوای شرق بيا وايي، په پام کې لري چې د خبريالانو د خوندي پاتې کېدو او د دوی د امنيت ټينګښت په برخه کې له کورنيو چارو وزارت سره ځانګړې ناسته ولري، څو دې ستونزې ته د حللار پيدا کړي.
دی زياتوي، کورنيو چارو وزارت د ټولو هېوادوالو بيا په ځانګړي ډول د خبريالانو د امنيت ساتنې مسوول دی.
شيوای شرق وويل:
«موږ به له کورنيو چارو وزارت سره په دې اړه ځانګړې جلسه ولري، څو دې ستونزې ته حللار پيدا کړو، د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۱۱۵ قضيې څېړل شوي او نهايي شوي دي، يوازې اته قضیې چې پېچلې وې او ډېر کار ته یې اړتيا درلوده، پاتې دي.»
خبريالان هم په هېواد کې د دوی پر وړاندې روان تاوتريخوالي ته اندېښمن دي او له حکومته د امنيت ټينګښت غوښتنه کوي.
دوی زياتوي، که وضعيت داسې دوام وکړي، نو دې ته اړ کېږي، څو خپل رسنيز کارونه پرېږدي.
سالارزي کليد ته وويل:
«په دې وروستيو کې د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی خپل اوج ته رسېدلی دی، موږ دې مسلې ته اندېښمن يوو او له حکومت څخه مو غوښتنه دا ده چې زموږ د امنيت ټينګښت په برخه کې اقدام وکړي، که دوی اقدام ونهکړي او وضعيت همداسې روان وي، نو موږ به اړ شو، څو خپل رسنيز کارونه پرېږدو او استعفا وکړو.»
دا په داسې حال کې ده چې په تېرو دوو مياشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې شپږ خبريالان په بېلابېلو پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
اندېښنې دا دي چې امنيتي بنسټونه د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي قضيې په جدي ډول نهڅېړي او همدا یې لامل دی چې د دوی پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه د زياتېدو په حال کې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

