ads

شریفه زرمتۍ: د مرکچي پلاوي غړي په کابل کې له بېلابېلو اقشارو سره پر شلا مشورو بوخت دي

د افغان حکومت او طالبانو د مرکچي پلاوو ترمنځ د بين‌الافغاني مذاکراتو دويم پړاو پيلېدو ته څه د پاسه لس ورځې پاتې دي، د افغان حکومت مرکچي پلاوي غړي بيا وايي، دوی پر سلامشورو بوخت دي او هڅه کوي چې د مذاکراتو په تړاو د هېواد د بېلابېلو اقشارو نظرونه ترلاسه کړي.

منصور یوسفزی
4 مرغومی 1399
شریفه زرمتۍ: د مرکچي پلاوي غړي په کابل کې له بېلابېلو اقشارو سره پر شلا مشورو بوخت دي

د افغان حکومت د مرکچي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ وايي، دوی په هېواد کې له بېلابېلو اقشارو سره په سلامشورو بوخت دي، څو د بين‌الافغاني مذاکراتو لپاره د دوی سلامشورې او وړاندیزونه ترلاسه کړي.

دا زياتوي، د ټولو اقشارو غوښتنه د تلپاتې اوربند ټينګښت، د جمهوريت نظام او د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو خوندي پاتې کېدل دي.

دا زياتوي، د مذاکراتو دويم پړاو له پيلېدو سره به د اوربند پر ټينګښت اساسي بحث وکړي او اوربند د افغان حکومت په اجنډا کې لومړيتوب لري.

زرمتۍ کليد ته وويل:

«موږ د هېواد له بېلابېلو اقشار، ښځو، ځوانانو، سياسيونو، مدني فعالانو متنفذينو سره ليده کاته لرو، ترڅو د سولې مذاکراتو په تړاو د دوی نظرونه او وړاندیزونه ترلاسه کړو، د ټولو اقشارو غوښتنه په هېواد کې د دايمي او تلپاتې اوربند ټينګښت، د جمهوريت نظارم او د تېرو دوو لسیزو د لاسته راوړنو خوندي پاتې کېدل دي.»

د چارو شنوونکي بيا د مذاکراتو دويم پړاو د پيل لپاره سلامشورې مهمې بولي.

د سياسي چارو شنوونکی امين‌الله شارق کليد ته وويل، د سلامشورو په پايله کې به مرکچي پلاوی په پوره ډاډ او اطمينان سره مذاکراتو کې ګډون وکړي.

نوموړي زياته کړه، که د مذاکراتو دويم پړاو په ټاکلي وخت پيل نه‌شي، نو ستونزې به رامنځ‌ته کړي.

شارق وويل:

«سلامشورې مهمې دي چې بايد د دويم پړاو له پيلېدو څخه مخکې وشي، له دې سره به مرکچي پلاوی په پوره ډاډ او اطمينان سره په مذاکراتو کې ګډون وکړي، مذاکرات بايد بېرته په ټاکل وخت پيل شي، که چېرې يو ورځ ځنډېږي، يو یوې ورځې په اندازه او که چېرې زيات ځنډول کېږي زياتې ستونزې به په‌کې رامنځ‌ته شي.»

پخوانی طالب چارواکی سيداکبر اغا بيا کليد ته وويل، سلامشورې مهمې دي او کوم لېستونه چې د دواړو خواوو ترمنځ تبادله شوي وو، تفاوتونه‌ په‌کې زيات وو.

نوموړي د اوربند ټيڼګښت موضوع ته په اشارې وويل، د دواړو خواوو ترمنځ د بې‌اعتمادۍ فضا د دې لامل شوه چې اوربند وځنډېږي.

اکبراغا وويل:

«کوم لېستونه چې د دواړو خواوو ترمنځ تبادله شوي وو، تفاوت او ليرې‌والی په‌کې زيات وو، او دواړو خواوو مناسبه وګڼه چې په دې تړاو به سلامشوري کوي، بايد دا ځنډ کم وی، حداقل شپږ ورځې بايد دا مذاکرات ځنډول شوي وی.»

د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو په قطر کې د مذاکراتو پر اجنډا تر هوکړې وروسته، ياد مذاکرات د شاوخوا شلو ورځو لپاره وځنډول، ټاکل شوې د مذاکراتو دويم پړاو به د جنورۍ په ۵مه نېټه بېرته پيل شي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA