دوی څرګندوي په یادو کسانو کې ډيری يې د جنايې پېښو او ځینې نور يې بیا له تروریزم او نشه توکو سره د تړاو په تور نیولي چې پر خپل وخت يې عدلي او قضايې ارګانونو ته سپارلي دي.
خو ځايي اوسیدونکي بیا وايې د جرمونو په تور نیول شوي کسان ډير کله پرته له دې چې خپله قانوني سزا وویني د امنیتي مسولینو له لوري خوشي کیږې.
د پکتیکا امنیه قومندانۍ د رسنیو برخې مسول لعل محمد امیري کلید سره د خبرو پر مهال وویل امنیتي او کشفې ارګانونو په تېرو څو میاشتو کې په دې ولایت کې ۱۳۰ تنه له بیلابیلو جرمونو سره د تړاو په تور نیولي دي.
هغه څرګندوي په نیول شویو کسانو کې ډېری يې د جنايې پېښو او ځينې نور يې بیا د نشه يې توکو او تروریزم په پېښو کې د لاس درلودو له امله نیول شوي چې ټول يې عدلي او قضايې ارګانونو ته پر خپل وخت سپارل شوي دي.
« د جنايې پېښو پر وړاندې مبارزې، تروریزم او له نشه يې توکو سره د مبارزې مدیریتونو له لوري په بیلابيلو پېښو کې ۱۳۰ تنه د جرمونو په تړاو نیول شوي، په دوی کې يې ۷۰ تنه د جنايې پېښو، ۳۰ د تروریزم او پاتې نور يې د نشه يي توکو د قاچاق او پلور په تور د نیول شویو کسانو دي.»
د ارګون ولسوالۍ مدنې فعال محمد عثمان وايې امنیتي او کشفې ادارې د مجرمینو په نیولو کې باید له دې لا هم ډيره هڅه وکړي.
هغه وویل په نیول شویو کسانو کې يې ښايي د تروریزم او نشه يې توکو د ګروپونو ځیني مهم غړي هم وي چې په نیول کیدو سره يې وضعیت هم ښه شوی او پېښې هم ورسره کمې شوې دي.
« له امنیتي او کشفې ادارو او سرتیرو څخه مننه چې په زیات شمېر کې مجرمین يې نیولي، دا لړۍ باید نوره هم چټکه کړي، په دې کار سره په پکتیکا کې د غلا، شکونې او جنايي جرمونو کچه تر ډېره بریده راټیټه شوې ده.»
بل لور بیا د پکتیکا ځيني اوسیدونکي پر امنیتي او کشفې ادارو د نیوکې په کولو سره واېې مجرمینو ته قانوني سزا نه ورکول کیږې او ډيری هغه يې تر نیولو وروسته سمدستي خوشي کیږې.
دوی څرګندوي مجرمینو ته د سزا نه ورکولو له امله هغوی لا ډير زړور کیږې او پېښې هم ورځ تر بلې ورسره ډيروالی پیدا کوي.
« کله چې مجرمین نیول کیږې موږ يې وینو چې سمدستي خوشي کیږي، که مجرمینو ته قانوني سزا ورکړل شي دا به ځکه ښه وي چې د نورو پېښو مخنیوی کېږي او د بیا لپاره څوک داسې عمل ته زړه نه ښه کوي، که چېرته په مجرمینو قانون پلی شي له یو لوري پېښې کمېږي او له بل پلوه پر امنیتي ادارو د ولسونو باور پیدا کیږې.»
یاده دي وي چې د هېواد د نورو سیمو په څير پکتیکا کې هم وخت ناوخته جنايي، د نا امنۍ او نشه يي توکو د قاچاق پېښې رامنځته کېږي خو ډېر کله يې مجرمینو ته د قانوني سزا نه ورکولو له امله پر امنیتي، عدلي او قضايې ادارو کلکې نیوکې هم کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


