ads

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۳۲۲زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۱۸ میلیونه ډېر کسان په کورونا اخته شوي او تر ۳۲۲ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

شمس الرحمن شمس
3 مرغومی 1399
په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۳۲۲زره واوښت

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې په دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۷۷ میلیونه ډېر شوی او تر یو نیم میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۶۹ زره او ۸۴۲ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۸۸زره ۲۵۹ په مکسیکو کې ۱۱۹زره او ۴۹۵، په هند کې ۱۴۶زره او ۱۱۱، په بریټانیا کې ۶۸ زره ۴۰۹، په ایران کې ۵۴ زره او  ۳  او په پاکستان کې ۹۵۵۷ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA