ads

سیاسي شنونکي: کابل ته د امریکا د دفاع سرپرست وزیر راتګ د پوښتنې وړ دی

که څه هم افغان حکومت کابل ته د امریکا د سرپرست دفاع وزیر د راتګ هدف له افغانستان سره د هغه هېواد د ژمنو تازه کول یادوي، خو د چارو یو شمېر شنونکي دغه سفر د پوښتنې وړ بولي او وایي، کېدای شي د پردې ترشا په مهمو مسایلو خبرې شوې وي.

فضل هادي حمیدي
3 مرغومی 1399
سیاسي شنونکي: کابل ته د امریکا د دفاع سرپرست وزیر راتګ د پوښتنې وړ دی

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کرستوفرمېلر د سې شنبې په ورځ په یوه ناڅاپي سفر کابل ته راغی او دلته یې له جمهوررییس غني سره وکتل.

افغان حکومت وایي، چې دواړو لورو په افغان سوله، روان تاوتریخوالي او د سیمې په حالاتو خبرې وکړې خو د چارو شنونکي بیا دغه ناڅاپي سفر د پوښتنې وړ بولي.

د جمهوري ریاست مرستیال ویاند دواخان مینه پال وایي، د امریکا د دفاع وزارت سرپرست په افغانستان کې د تاوتریخوالي په ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه او دواړو لورو په تلپاتې اوربند ټینګار وکړ.

«د دې سفر دا وه چې امریکا له افغان حکومت سره د خپلو تعهداتو په اړه خبرې وشوې او د افغان ځواکونو سره د دوامداره مرستو په تړاو ژمنې وشوې»

خو په ورته وخت کې د سیاسي او پوځي چارو یو شمېر شنونکي وایي، په داسې حال کې چې امریکا غواړي تر یوې میاشتې په کمه موده کې خپل سرتیري په افغانستان کې تر ۲۵۰۰ پورې راکم کړي، د امریکا د دفاع وزارت ناڅاپي سفر کېدای شي چې د پردې ترشا بل هدف ولري.

دغه د چارو شنونکي له نړیوالې ټولنې غواړي چې نور دې په افغانستان کې د جګړې پرځای د سولې لپاره لاس په کار شي.

د سیاسي چارو شنونکی اجمل هوتک وایي، په روانه جګړه کې افغانانو ډيرې قربانۍ ورکړې او نور له نړیوالو او ښکېلو افغان لورو غواړي چې له جګړې لاس واخلي او د سولې لپاره دې لاس په کار شي.

«دا جنګ د دوی دی، وینه دوی بهوي، دا جنګ یې پرموږ راتپلی دی، دلته داسې داړه ماران لري چې هغه یې روزلي دي موږ دا غواړو چې وینه نوره بنده شي او جګړه باید پای ته ورسېږي»

په همدې حال کې د پوځي چارو شنونکی محمدطاهر یرغل وایي، د افغانستان لانجه نظامي حل نه لري او دا ناشونې ده چې دا ستونزې دې له پوځي لارو حل شي.

نوموړی له امریکا او په ټوله کې له نړیوالو غواړي چې نور دې په افغانستان کې د سولې لپاره ګام واخلي نه دا چې جګړه دوامداره کړي.

د امریکا د دفاع وزارت سرپرست په داسې حال کې کابل ته راځي چې له دې وړاندې د هغه هېواد جمهوررییس ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې د راتلونکي ۲۰۱۲ میلادي کال د جنورۍ تر ۱۵ پورې به په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر تر ۲۵۰۰ پورې راټیټ کړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA