ads

د محمد يوسف رشيد وژنه په پراخه کچه وغندل شوه

د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرايويي رییس محمد يوسف رشيد نن سهار شاخوا ۷:۴۵ دقیقې د کابل ښار په اوومه ناحيه کې د ناپېژنده وسله‌والو له‌خوا ووژل شو.

منصور یوسفزی
3 مرغومی 1399
د محمد يوسف رشيد وژنه په پراخه کچه وغندل شوه

مدني فعالان د نوموړي وژنه غندي او کورنيو چارو وزارت بيا وايي، ياده پېښه څېړي او عاملين به یې د قانون منګلو ته وسپاري.

د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ يا فيفا اجرايويي رییس محمد يوسف رشيد د چهارشنبې پر ورځ په يوه وسله‌وال بريد کې ووژل شو، خپلوان یې د امنيت ټينګښت او د ورته پېښو د مخنيوي غوښتنه کوي.

حشمت‌الله وجداني کليد ته وويل:

«له بده‌مرغه موږ په دې وروستيو کې د خپلو نخبه‌ګانو د وژل کېدو شاهدان يوو، په دې وروستيو کې امنيتي وضعيت ډېر خراب شوی دی، غوښتنه مو له حکومت او اړوندو بنسټونو څخه دا ده چې د امنيت ټينګښت او د ورته پېښو د مخنيوي په برخه کې دې اقدامات وکړي.»

د خپرونو مسوول نعيم اصغري وايي، د ياد بنسټ اجرايويي رییس محمد يوسف رشيد د چهارشنې په سهار د کابل ښار په اوومه کې د ناپېژنده وسله‌والو له‌خوا ووژل شو.

نوموړي کليد ته وويل، په دې وروستيو کې د رسنيو او مدني ټولنو پر استازو د بريدونو لړۍ زياته شوې او حکومت د دوی د امنيت ټينګښت په برخه کې پاتې راغلی دی.

اصغري وويل:

«محمد يوسف رشيد نن سهار کله چې له خپل کور څخه د دفتر خواته روان وو، د کابل ښار په چهل‌ستون سيمه کې د ناپېژنده وسله‌والو له‌خوا ووژل شو، له بده‌مرغه په دې وروستيو کې د مدني ټولنې او رسنيو پر استازو بريدونه زيات شوي او حکومت د دوی د امنيت ټينګښت په برخه کې ناکام دی.»

د محمد يوسف رشيد وژنه په پراخه کچه غندل شوې، جمهوري رياست، د مصالحې عالي شورا، پخواني جمهور رییس حامد کرزي، د ولسي جرګي غړو او په کابل کې د امريکا سفارت د نوموړي وژنه غندلې.

د ولسي جرګې رییس مير رحمان رحماني د يوسف رشيد وژنه وغندله او د ولسي جرګې د داخلي امنيت کمېسيون ته یې دنده وسپارله، څو ياده پېښه په جدي ډول وڅېړي.

دی زياتوي، په کابل ښار کې ناامني او هدفي وژنې ورځ تر بلې د زياتېدو په حال کې دي او له ولسمشر څخه غواړي، څو د امنيتي مسوولينو په برخه کې تجديد نظر وکړي، ژمن او با تجربه کسان دې وګماري.

رحماني وويل:

«له بده‌مرغه د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرايويي رییس محمد يوسف رشيد ترور شو، د ولسي جرګې داخلي کمېسيون ته دنده سپارم چې د نوموړي د وژل کېدو پېښه په جدي ډول وڅېړي.»

بل لور ته د مدني ټولنې رییس عزیز رفيعي کليد ته وويل، ترهګر له دې کار سره غواړي چې خلکو او مدني ټولني په منځ کې د وېرې او وحشت فضا رامنځ‌ته کړي.

دی زياتوي، دغه شان کړنې د مدني ټولنې پر فعاليت منفي اغېز لري او هڅه کېږي، څو په افغانستان کې د ازادي غوښتوونکو شمېر محدود شي.

رفيعي وويل:

«د افغانستان دښمنان غواړي چې د ورته پېښو سره د خلکو او مدني ټولنې په منځ کې د وېرې، بې‌باورۍ او د وحشت فضا ايجاد کړي، دوی هڅه کوي چې د ازادي غوښتوونکو شمېر محدود کړي، د رشيد وژنه لويه ضايع ده او موږ ډېر لوی شخصيت له لاسه ورکړ.»

د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين بيا کليد ته وويل، د محمد يوسف رشيد د وژل کېدو پېښه څېړي او هڅه کوي د ياد پېښه عاملين ژر تر ژره پيدا کړي.

ارين کليد ته وويل:

«موږ پېښه څېړو، خو اوس دا وخته ده چې ووايو د دې پېښې تر شا د چا لاس دی، دا موږ ته مهمه ده چې د دې پېښې عاملين ژر تر ژره د قانون منګولو ته وسپارو.»

دا په داسې حال کې ده چې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې هدفي وژنې زياتې شوې او هېوادوال یې هم سخت اندېښمن کړې دي.

د هدفي وژنو په درشل کې په تېرو دوو مياشتو کې شپږ خبريالانو هم په بېلابېلو پېښو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA