ads

پکتیکا کې ډېری فرعي سړکونه د خلکو له لوري په اشر جوړیږي

اشر له پخوا وختونو په افغانستان کې د ځايي خلکو له لوري په ډېری مسایلو کې ترسره کېده خو په وروستیو کلونو کې دا دود کمرنګه شوی دی.

خیرالدین ذکي
2 مرغومی 1399
پکتیکا کې ډېری فرعي سړکونه د خلکو له لوري په اشر جوړیږي

د ژمي په راتګ سره په پکتیکا کې د ځايي ولسونو او ځوانانو له لوري په ډيری کلیو کې اشرونه ترسره کیږي چې د کلیو او بانډو فرعي سړکونه پرته د دولت له ملاتړ او بودجې په شخصي لګښتونه جوړوي.

ځوانان وايې په دې کار سره غواړي خلکو کې ذهنیت پيدا کړي چې ټول مسولیتونه حکومت ته ونه سپاري بلکه ولسونه د حکومت د ملاتړ په خاطر ځيني کارونه باید خپله ترسره کړي.

قاري نیازالله یو له هغو کسانو څخه دی چې له خپل کلي تر بازار پوري د غځېدلي فرعي سړک جوړولو په اشر کې کار کوي، هغه وايي د کلي ځوانانو او مشرانو يې هوډ وکړ تر څو ویجاړي لارې بېرته ورغوي او ددې کار لپاره پرته د حکومت له ملاتړه خپله لاس په کار شوي دي.

نوموړی څرګندوي له تېرو څو ورځو راهیسې ټول کلیوال د سړک پر جوړولو بوخت دي، تراکتورونه او نور وسایل يې پکي مصروف کړي، چې په قول یې د لکونو افغانیو د لګښت پر ځای يې په ډيرو کمو مصارفو د خپل کلي لاره په ښه ډول جوړه کړه.

« د اشر ګټه دا ده چې موږ په زیات شمېر کې فرعې لاره یوازې په پنځلس زره افغانۍ چې هغه مو هم تراکتورونو ته ورباندې تېل اچولي دي مصرف کړې، که چېرته دا پروژه د دولت په لګښت پلې کیدای ښايي په یو میلیون افغانیو هم نه وای جوړه شوې، له ولسونو مو غوښتنه ده چې ټول کارونه پر حکومت ور وانه چوي بلکي ځیني مسولیتونه باید موږ ځوانان او شوراګانې هم پر مخ یوسو.»

د پکتیکا د بیلابیلو سیمو اوسیدونکي چې په دې وروستیو کې يې د پخواني دود اشر ترسره کولو ته هوډ کړی او د خپلو کلیو او بانډو لارې جوړوي وايې که څه کار موږ خپله او څه راته حکومت وکړي، هم به مو لګښت کم شوی وي او هم به هېوادونی مسولیت په سم ډول سرته رسولی وي.

دوی واېې د اشر په کولو سره د خلکو تر منځ یووالی زیاتیږي، په کمو امکاناتو ډير کار کیږې او په خلکو کې د هېواد د ابادۍ فکر را ژوندی کیږې.

« د قوم د مشرانو ملاتړ او د ځوانانو کلک هوډ وو چې د کلیو او بانډو نیږدې اتیا سلنه لارې مو د تراکتورونو په وسیله په اشر جوړي کړې، په ځوان نسل کې اوس ورځ تر بلې دا فکر را ژوندی کیږې چې هېواد مو مور ده، ساتنه او رغونه يې زموږ ګډ مسولیت دی، موږ باید خپله هم دومره کار وکولای شو چې که حکومت یا موسیسه راته بودجه رانکړې ځیني چارې چې له وسه مو کیږې باید ترسره يې کړو، که نور خلک هم دا ډول مسولیت وپيژني او اشرونه ترسره کړي د ولایت په کچه به مو په ډيرو برخو کې ښه کارونه کړي وي.»

ټولنیز فعال عبدالباري نعیمي کلید سره په خبرو کې وویل پخوا وختونو کې د اشرونو په ترسره کیدو سره د رغونې په ګډون ډیر زیات کارونه ترسره کیدل او پایلې يې هم خورا ښې وې.

نوموړی څرګندوي په وروستیو وختونو کې یو ځل بیا په دې سیمه کې د اشر دود را ژوندی شوی چې په قول يې دا څه په خلکو کې د هېواد جوړونې فکر ژوندی ساتي او د ځايي خلکو د کار پر مټ حکومت ته هم اسانتیاوې رامنځته کیږې.

« د اشر لپاره ولسونو تراکتورونه، موټر او بشري قوه وکاروله تر څو د کلیو او بانډو لاري جوړي کړي، دې څه ته موږ په نیک نظر ګورو او هیله لرو چې دا دود همیشنی شي، پر ځان بساینه باید ولرو ټول کارونه پر دولت ور وانه چوو ځکه چې هغه په ډيرو نورو مسولیتونو بوخت دی، ټولو مسایلو ته په یو وخت کې رسیدنه نشي کولای او دا د ولسونه مسولیت هم جوړیږي چې خپلې لارې او خپلې ستونزې په خپله حل کړي.»

یاده دي وي چې د مرکز ښرنې په ګډون د یوسف خېل، سرروضې، مټاخان، ارګون او ځیني نورو ولسوالیو ځوانانو او فعالانو په دې وروستیو کې د اشرونو ترسره کیدو ته مخه کړې چې د لویو لارو د جوړیدو سربیره په ډيری نورو برخو کې هم کارونه ترسره کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA