د چارواکو په خبره چې یاد کسان د لوګر ولایت اوسېدونکي دي او غوښتل یې چې یاد توکي او یو اندازه وسله خوست ښار ته انتقال کړي.
ددې ولایت امنیتي چارواکو نن د یوه خبري کنفرانس پر مهال وویل چې تېره شپه یې دوه تنه د شیشې قاچاق کوونکي چې یوه اندازه وسله او نور مهمات هم ورسره وو نیولي دي.
د خوست امنیه قومندان پاسوال محمد داوود امین وویل له یادو دوو نیول شوو کسانو سره دوه نیم کیلو ګرامه شیشه، چاودېدونکي توکي او یو لړ نور مهمات په لاس ورغلي دي.
امین وویل د نشه یي توکو قاچاق کوونکي نه یوازې چې د نشه یي توکو پیر او پلور کوي بلکې په تروریستي پېښو کې هم لاس لري.
« تېره شپه د مخدره موادو پروړاندې د مبارزې مدیریت پولیسو دوه کیلو ګرامه شیشه او په تور یې دوه تنه نیولي، دوی نه یوازې چې په نشه یي توکو بلکې په هدفي وژنو او تروریستي پېښو کې هم لاس لري»
په ورته مهال یو تن نیول شوي قاچاق کوونکي نوراحمد له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې دا توکي يې په لوګر ولایت کې اخیستي وو او غوښتل یې چې خوست ولایت ته یې انتقال کړي.
« دا مې د لوګر په برکي برک ولسوالۍ کې واخیستل، کله چې مې خوست ته راوړل د مټه چینې په سیمه کې ونیول شوم، دا مې لومړۍ وار و، پخوا مې د نشه یي توکو کاروبار نه دی کړی.»
د خوست امینه قومندان پاسوال محمد داوود امین وایي، د نشه یي توکو پروړاندې مبارزه یې جدي او پدې برخه کې به هېڅ درېغ ونه کړي، خو پدې برخه کې د خلکو همکاري هم اړینه بولي.
«پدې وروستیو کې د نشه یي توکو پروړاندې زموږ مبارزه تېزه شوې چې تقریبا تر ۸۰ سلنې پورې په ښار او ولسوالیو کې دنشه یي توکو قاچاق کم شوی دی»
خوست کې که څه هم نسبت نورو ولایتونو ته تر یوې اندازې امن کې دی، خو خلک یې تر ډېره له نشه یي توکو، غلا او اختطاف څخه ستړي شوي او پدې برخه کې د امنیتي چارواکو څخه د جدي ګامونو اخېستو غوښتنه کوي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

