ددغه ولايت ديني عالمان وايي طالبان دې د سولې پاتې خبرې په افغانستان کې دننه ترسره کړي او د نورو بهرنيو هېوادونو څخه دې سلا مشهورې نه اخلي.
دغه ديني عالمان وايي سوله د الله ج امر دی او لازمه ده چې ټول د جګړې پر ځای سولې ته زمینه برابره کړي.
دوی پر ملګرو ملتونو هم غږ وکړ چې د افغانستان د جګړې درېيدو لپاره يې يوه حل لاره جوړه کړي.
«زموږ د ارزګان د عالمانو غږ پر ملګرو ملتونو دادی چې د خداي لپاره موږ سوله غواړو هيڅوک دلته په افغانستان کې نور جګړه نه غواړي وسله وال طالبان چې هر څه غواړي هغه دي پر قانون وغواړي»
پر همدې مهال یو شمېر نورو دیني عالمانو هم په جوړه شوې غونډه کې د جګړې دوام او تاوتریخوالي زیاتوالی وغانده او د جګړې درېيدو او اوربند غوښتنه يې وکړه.
دغه ديني عالمان وايي د جګړې د دوام لپاره هېڅ مشروعيت نشته او د جګړې ښکېل اړخونه دې اوربند او سوله وکړي.
دوی په کور دننه د سولې د خبرو ملاتړ وکړي.
«الله ج مسلمانان د اختلاف څخه بند کړي دي او د خپلو بندګانو څخه يې غوښتني چې تاسو د اختلافو حل زما په قران کريم وکړي.
دلته په افغانستان کې هېڅ جګړې ته جواز نشته چې دومره حشرات يو څوک ووژني لا جنت ته نشي تللی»
په جوړه شوې غونډه کې ارزګان والي محمد عمرشېرزاد بیا له دیني عالمانو څخه غوښتنه وکړه چې په مسجدونو کې دې د جګړې د دوام په اړه خلکو ته معلومات ورکړي او په افغانستان کې دې روانه جګړه وغندی.
محمد عمر شېرزاد وسله وال طالبان د ملکي خلکو په وژلو او عامه تاسيساتو په ويجاړولو تورن کړل.
«پلونه ورانوي سړکونه ویجاړوي بیا چې خبرو ته کښيني وايي موږ عامه تاسيسات نه ورانو و، زه په دې نه پوهېږمه چې دوی په کومو خبرو باور لري د نړۍ ټولو اسلامي هېوادونو وويل په افغانستان کې جګړه جواز نه لري اخير ته د چا په خبرو باور وکړو»
داپه داسې حال کې ده چې په قطر کې د افغان سولې په وقفه کې د وسله والو طالبانو يو شمېر مشرانو پاکستان ته سفر کړی دی.
وسله والو طالبانو بیا تل افغان حکومت په ملکي وژنې او عامه تاسيساتو په ويجاړولو تورن کړی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ

