ختیځ کې خبریالان او د رسنیو د ملاتړ یو شمېر بنسټونه له رسنیو سره د ولایتي ویاندویانو پر خبرو بندیز اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون خلاف عمل بولي او وايي، چې په دې سره به معلوماتو ته لاسرسی لا ستونزمن شي.
خبریال سهار ګل امیرزی او امید دیدار وایي، چې دحکومت له لوري ولایتي ویاندویان له رسنیو سره د خبرو منع کول به اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.
خبریالان وایي، والیان ګڼ نورو مسولیتونه لري او نه شي کولی، چې هره ورځ په ولایتونو کې پر روانو پېښو له ولس سره معلومات شریک کړي.
«کومه پریکړه چې سیمه ییزو ارګانونو کړې چې د والیانو ویاندویان یې له رسنیو سره د خبرو منع کړي، دا اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخ کړي.»
په همدې حال کې یو بل خبریال ذبیح الله غازي بیا د سیمه ییزو ارګانونو پریکړه پر ځای بولي او وایي، د ولایتي ویاندویانو له رسنیو د خبرو له منع کیدو سره به د خبریالانو اړیکې لاپراخه شي.
«زما په نظر دا پریکړه ښه شوې ځکه پخوا په ولایتي کچه دخبریالانو اړیکې یوازې تر ولایتي ویاندویانو محدودې وې اوس به خبریالان هم خوځنده شې او اړیکې به یې لا پراخه شي.»
خو د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه ادارې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې، د ولایتونو د ویاندویانو بستونه له منځه نه دي تللي بلکې یوازې له رسنیو سره له خبرو منع شوي.
بل لور ته په ختیځ کې کې د ازادو رسنیو د ملاتړ ادارې يا نى غړی عزیز عزیز د والیانو د ویندویانو د بستونو د لغوه کیدو اندیښمن کړی او وایي، چې دا غیر عملي ځکه دی چې اکثره وخت والیان رسنیو سره خبرو ته نه حاضریږي.
«په ولایتونو کې چې د خبریالانو بستونه لغوه شوې دا به اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې ستونزې لا پسې زیاتې کړې او یو لوی سرخوږی به خبریالانو ته جوړ شي.»
د سیمه ییزو ارګانو له لوري په ولایتونو کې د والیانو ویاندویان داسې مهال له رسنیو سره د خبرو له کولو منع شوي، چې خبریالانو له دې وړاندې هم اطلاعاتو ته د لاسرسی په برخه کې له ستونزو سره مخ وو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


