ads

د ولایتي ویاندویانو بستونو لغوه کېدو ته اندېښنې

د هغه سند پر اساس چې له څو ورځو راهیسې په ټولنیزو رسنیو کې لاس په لاس کېږي، ښيي چې د ملي امنیت شورا له جمهور رییس څخه په نقل سره د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې ته امر کړی چې د ولایتي ویاندویانو بستونه لغوه کړي.

محمدخان بریال
1 مرغومی 1399
د ولایتي ویاندویانو بستونو لغوه کېدو ته اندېښنې
ارګ مانۍ
په ورته مهال د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره د ویاندویانو د بستونو لغوه کېدل ردوي.
په دغه سند کې راغلي چې تر دې وروسته ولایتي ویاندویان د خبرو کولو حق نه لري او د هر ولایت والي پخپله د اطلاع ورکولو مسول دی.
دا تصمیم د تخار د والي ویاند د ناسمې اطلاع ورکوونې له امله نیول شوی دی.
په ورته مهال د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره د ویاندویانو د بستونو لغوه کېدل ردوي.
د دې ادارې مطبوعاتي مسوله نرګس مومند حسن زۍ وایي، د ولایتي ویاندویانو د بستونو په ساتلو سره یوازې والیان د اطلاع ورکولو حق لري.
خو د رسنیو ملاتړي بنسټونه او خبریالان د طلاعاتو ورکولو بهیر ستونزمن کېدو ته اندېښمن دي.
د افغانستان د ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ اجراییوي رییس عبدالمجیب خلوتګر وایي، د دغه حکومت د منځته راتګ له وخته بیا تر اوسه هڅه شوې چې د اطلاع ورکولو بهیر له خڼد سره مخ شي.
د ده په وینا، د حکومت دغه کار د افغانستان د قوانینو خلاف عمل دی.
بلخوا، په ننګرهار ولایت کې سیمه‌ییز خبریال رحمت الله وایي، د حکومت دغه کار نه یوازې دا چې د اطلاع ورکولو بهیر سختوي، بلکې د طلاعاتو ورکولو پرېکېدو لامل کېږي.
که څه هم د حکومت د رسنیو مرکز دا سند نه تایید او نه هم ردوي، خو وایي، په مرکز او ولایتونو کې دې د طلاعاتو ورکولو مرکزونه اغېزناک شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA