دی زياتوي، د عامو خلکو وژنه جنګي جنايت دی او طالبان د انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف ملکيان او عامه تاسیسات په نښه کوي.
ارين ويلي:
« په تېرو درېيو مياشتو کې د طالبانو په ۳۵ ځانمرګي بريدونه او ۵۰۷ ماين چاودنو کې ۴۸۷ ملکيان وژل شوي او ۱۰۴۹ نور ټپيان شوي دي، د مليکانو وژنه جنګي جنايت دی او هېڅ د توجیه وړ نهده، ياده ډله د ټولو انساني او اسلامي ارزښتونو خلاف ملکي وګړي او عامه تاسيسات په نښه کوي.»
په هېواد کې د تاوتريخوالي کچې زياتوالي او د ملکي وګړو وژنې بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.
افغان سولې لپاره د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد پر خپله ټوېټرپاڼه ليکلي، د افغانانو وژنه ډېره عامه شوې او د جګړې دواړه اړخونه دې په خپلو کې اوربند وکړي.
دی زياتوي، حکومت او طالبان دې د خلکو غوښتنو ته درناوی وکړي او ژر دې يوې سياسي هوکړې ته ورسېږي.
خليلزاد ليکلي:
«موږ پر ټولو غاړو غږ کوو چې اورکم کړي او په چټکۍ اوربند وکړي، په ګډه او په نړيوال ملاتړ، دوی بايد په ټول هېواد کې د ناچاودل شويو توکو او ماينونو سره مبارزه وکړي، څو د ماشومانو او غټانو ارزښتناکه ژوند وژغوري.»
بلخوا د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي، په هېواد کې د جګړې اصلي زيانمونکي ملکي وګړي دي او د ملکيانو تلفات زيات شوي چې دا د اندېښنې وړ ده.
د ياد کمېسيون وياند ذبيحالله فرهنګ له کليد سره په خبرو کې وويل، د جګړې ښکېل اړخونه بايد د سراسري اوربند ټينګښت په هدف د تاوتريخوالي د کمېدو په برخه کې اقدامات وکړي.
فرهنګ وويل:
«په افغانستان کې د جګړې اصلي زيانمونکي ملکيان دي، د دوی تلفات زيات شوي دي او دا موږ لپاره د اندېښنې وړ خبره ده، موږ له ټولو خواوو غواړو چې د تاوتريخوالي د کمېدو په هدف دې اقدامات وکړي او سراسري اروبند دې اعلان شي.»
د پوځي چارو شنوونکي بیا د ملکي تلفاتو د زياتېدو عوامل په کورنيو چارو وزارت کې سیلقهيي ګمارنې بولي او زياتوي، کشفي او استخباراتي بنسټونه کمزوري دي.
ساپي وويل:
«په هېواد کې د ملکي تلفاتو د زياتېدو لامل دا دی چې په کورنيو چارو وزارت کې سيلقهيي ګمارنې کېږي او مسلکي کسان پر دندو نه ګمارل کېږي او د کورنيو چارو وزیر صلاحيتونه محدود شوي او ډېر صلاحيتونه ترې اخیستل شوي دي او دغهراز زموږ کشفي او استخبارتي بنسټونه کار نهکوي.»
د تاوتريخوالي او د ملکيانو تلفاتو کچه په داسې حال کې زياته شوې چې تمه وه، مذاکره کوونکي ټيمونه پر اوربند سره هوکړې ته ورسېږي، خو نه يوازې دا چې پر اوربند هوکړه ونهوشوه، بلکې ياد مذاکرات د جنورۍ تر پنځمې نېټې وځنډول شول.


