د سیاسي چارو شنونکي وایي، پاکستان هڅه کوي چې د افغانستان سولې په تړاو مثبت رول ولوبوي، څو نړیوالو ته وښایي چې دوی د افغانستان سولې په اړه رښتیني دي.
دا څرګندونې پر داسې مهال مطرح کېږي چې د ملا برادر په مشرۍ طالب پلاوي پاکستان ته سفر کړی او په دې سفر کې یې عمران خان سره لیدلي دي.
د پاکستان د لومړي وزیر له مطبوعاتي دفتر څخه د عمران خان له قوله په افغانستان کې د تاوتریخوالي ډېرېدل غندل شوي او له ښکېلو لورو یې لومړی د اورکم او بیا د اوربند غوښتنه کړې ده.
د سیاسي چارو شنونکې عادله بهرام نظامي وایي، پر طالبانو لا هم پاکستان اغېز لري او کولای شي چې دا ډله اوربند او یا د تاوتریخوالي کمولو ته اړه کړي.
د سیاسي چارو بل شنونکی ډاکټر معین ګل څمکنی بیا وایي، د اوربند په بدل کې به طالبان ځینې امتیازونه تر لاسه کړي، چې په هغه کې به د اووه زره طالب بندیانو خوشي کېدل او له تور لېست څخه د دوی د مشرانو د نومونو وتل شامل وي.
په ورته مهال د سیاسي چارو شنونکی سردارمحمد همدرد اوسنیو بې باوریو ته په کتو وایي، که اوربند ته لار هواره شي، شونې ده چې شته بې باوري له منځه ولاړه شي.
که څه هم طالبان اسلام اباد ته د خپل سفر هدف د یاد هېواد له چارواکو سره د کډوالو، سوداګرۍ د ستونزو شریکول او د هېواد پر اوسني حالت بحث یادوي، خو ځینو سرچینو ویلي چې طالبان په افغانستان کې د اوربند او تاوتریخوالي کمولو په تړاو عمومي جلسه جوړوي.
تر اوسه طالبانو په رسمي ډول دا خبره نه ده تایید کړې.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


