د غزني د پارلماني او ولایتي شوراګانو د ټاکنو نېټه اعلان شوه

د ټاکنو خپلواک کمېسيون رییسې حوا علم نورستانۍ د شنبې پر ورځ په خبري کنفرانس کې وويل، ياد کمېسيون د غزني ولسي جرګې، ولايتي شورا ګانو، د ولسواليو شوراګانو او د ښارواليو ټاکنو د ترسراوي لپاه بشپړ عملياتي او تخنيکي چمتووالی لري او د راتلونکي کال د تلي په مياشت کې به وشي.