نورستانۍ له حکومته غواړي چې د بودجې او امنيت ټينګښت په برخه کې ورسره همکاري وکړي.
دا زياتوي، د تېرو ټاکنو له تجربو څخه په کار اخیستنې به راتلونکي ټاکنې غوره مديريت کړي.
نورستانۍ وويل:
«موږ د غزني ولسي جرګې، ولايتي شورا ګانو، د ولسواليو شوراګانو او د یو شمېر ښارواليو ټاکنو لپاره بشپړ عملياتي او تخنيکي چمتووالی نیولی دی او له تخنيکي او عملياتي ارزونو وروسته مو د راتلونکي لمریز کال د میزان مياشت ورته وټاکله، موږ له تېرو تجربو څخه د ګټه اخیستنې په هدف ورکشاپونه دایر کړي وو او له تېرو تجربو څخه په ګټه اخیستنې سره به راتلونکې ټاکنې ښې مديريت شي.»
د ټاکنو کمېسيون کمېشنر مولانا عبدالله بيا وايي، د غزني ولسي جرګې د ټاکنو په څرنګوالي کې بدلون نهدی راغلی او ټینګار کوي چې د دغو ټاکنو لګښت به د تېرو ټاکنو په پرتله کم وي.
عبدالله وويل:
«د غزني ولسي جرګې د ټاکنو په څرنګوالي او قانون کې به هېڅ ډول تغییر نهراځي او د نورو ټاکنو په څېر به وشي، په پام کې وه چې دا ټاکنې به د راتلونکي ۱۴۰۰ کال په ثور کې وشي، خو د يو شمېر مسايلو له کبله بيا د ياد کال تله مياشت ورته غوره وګڼل شوه.»
د ټاکنو کمېسيون د دارالانشا رییس حبیبالرحمن ننګ بيا وايي، دوی د غزني ولسي جرګې د ټاکنو لپاره ۱۹ او دغهراز د پاتې ټاکنو لپاره ۸۰ ميليون ډالرو ته اړتيا لري.
دی زياتوي، دا د بودجې ابتدايي مسوده ده او ښايي پهکې کموالی او زياتوالی راشي.
ننګ وويل:
«د ټاکنو کمېسيون د غزني ولسي جرګې د ټاکنو لپاره ۱۹ او دغهراز د پاتې ټاکنو د ترسراوي لپاره ۸۰ ميليون ډالرو ته اړتيا لري.»
د ولسي جرګې ټاکنې دوه کاله مخکې د تلي په مياشت کې وشوې، غزني بيا یوازينی ولايت و چې د اوسېدونکو د اختلافونو له امله پکې دا ټاکنې ځنډول شوې وې.
د ټاکنو کمېسيون په داسې حال کې د غزني ولسي جرګې د ټاکنو نېټه اعلان کړه چې اوسمهال ياد ولايت له بد امنيتي وضعيت سره مخ دی.


