ads

په هېواد کې د کورونا ناروغۍ ۲۵۴ نورې پېښې ثبت شوې

په افغانستان کې ۲۵۴ نور کسان په کورونا ناروغۍ اخته شوي دي.

فضل الهادي حمیدي
28 لیندۍ 1399
په هېواد کې د کورونا ناروغۍ ۲۵۴ نورې پېښې ثبت شوې

د عامې روغتیا وزارت وایي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په افغانستان کې ۱۴۷۳ د کورونا ناروغۍ مشکوکې پېښې معاینه شوې دي چې له دې څخه ۲۵۴ یې مثبتې ثبت شوې دي، په دې سره په هېواد کې د کورونا ناروغۍ د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۵۰ زره او ۴۵۶ ته ورسېد.
د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو پربنسټ په تېرو ۲۴ ساعتونو کې بیا ۵ تنه له دغه ناروغۍ مړه شوي هم دي چې په دې سره په افغانستان کې د کورونا له کبله د مړو شمېر ۲ زره او ۳۷ تنو ته ورسېد.
روغتیایي مسوولین په هېواد کې د کورونا ناروغۍ د دوهمې څپې په اړه خبرداری ورکوي چې که خلک روغتیایي لارښوونې عملي نه کړي او ماسکونه ونه کاروي نو د مثبتو پېښو او مړو شمېر به د دغه ناروغۍ د لومړۍ څپې په پرتله لوړ وي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA