د اویسټ فرانس په نوم یوې ورځپاڼې لیکلي، اورپایي هېوادونه په دې وروستیو کې د هغو هېوادونو له کبله ډېر زیانمن شوي چې د امریکا له لوري پرې بندیزونه لګول شوي دي.
د دوی په وینا، د امریکا دغو بندیزونو د اورپایي هېوادونو سوداګري سخته زیانمنه کړې ده.
د اروپا پارلمان ویلي، تر دې وروسته به اروپایي شرکتونه د هغو بندیزونو له کبله زیانمن نه شي چې د واشنګټن له لوري د ایران په ګډون پر نورو هېوادونو لګول شوي دي.
پارلمان د اروپا له کمېسیون غوښتنه کړې چې د دغو ستونزو لپاره حل لارې وړاندې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې امریکا د ایران په ګډون پر ځنیو نورو هېوادونو له دې کبله بندیزونه لګولي چې ګواکي د اټومي وسلو په جوړېدو سره نړیوال قوانین تر پښو لاندې کوي.


