د دغه وزارت وزیر انوارلحق احدي په هېواد کې د تولید کوونکو سراسري ټولنې له مسولینو سره په ناسته کې دا موضوع یاده کړې ده.
نوموړي زیاته کړې، کرنې وزارت هڅه کوي چې د چرګانو غوښې په ګډون کورنيو تولیداتو ته د دولتي ادارو په خرداریو کې لومړیتوب ورکړي.
د یاد وزارت د اعلامیې له مخې، احدي په افغانستان کې د کورنیو تولیداتو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان په لېرې پرتو سیمو کې ډېری کورنۍ د چرګانو په روزنه بوختې دي او په غوښو او هګیو یې خپلې اساسي اړتیاوې پوره کوي.