د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله بيا وايي، د ياد سکرتريت له رامنځته کېدو ملاتړ او ورسره همکاري کوي.
د مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله د چهارشنبې پر ورځ د سولې ملي سکرتريت په پرانیستغونډه کې وويل، په قطر کې د سولې خبرې د دواړو خواوو په هوکړه ځنډول شوي او په ټاکلي وخت به بېرته پيل شي.
نوموړي زياته کړه، د مذاکراتو اجنډا نهايي شوې او د حکومت مرکچي پلاوی بېرته هېواد ته راستون شوی دی.
عبدالله وويل:
«په قطر کې د سولې خبرې د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوي په هوکړه مذاکرات ځنډول شي او دا مذاکرات به بېرته په ټاکل شوي وخت پيل شي، پلاوی کابل ته راغلی او موږ به ورسره بحثونه ولرو.»
په ورته وخت کې د بشري حقونو په برخه کې د دولت وزیره سيما سمر وايي، سولهيیز ژوند بشري حق او د سولې سکرتريت رامنځته کېدل مهم دي.
دا زياتوي، طالبان بايد د سولې او اوربند ټينګښت په برخه کې خپله ژمنتيا او سياسي صداقت وښيي.
سمر وويل:
«سولهییز ژوند بشري حق دی او هېڅ څوک نهشي کولی دا حق نقض کړي، د سولې سکرتريت رامنځته کېدل خورا مهم دی، طالبان دې هم د سولې په کولو او اوربند په ټينګښت سره خپل سياسي تعهد او صداقت وښيي.»
بل لور ته د سولې ملي سکرتريت غړی رحيمالله سمون بيا وايي، تلپاتې سولې لپاره د هڅو، د تېرو ۱۸ کلونو د لاسته راوړنو خوندي پاتې کېدو په هدف ياد سکرتريت رامنځته شوی دی.
دی زياتوي، د عادلانه سولې لپاره دې ټول قومونه او مذهبونه په دې پروسه کې ښکېل شوي.
سمون وويل:
«موږ به د تلپاتې او عادلانه سولې لپاره هڅې کوو، د سولې په مذاکراتو کې د د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې خوندي پاتې شي، موږله ټول هغه بنسټونه ملاتړ کوو چې د سولې ټينګښت او د ۱۹ کلونو لاسته راوړنو لپاره کار کوي، موږ له حکومت، طالبانو او نړيوالې ټولنې غواړو چې له هر څه مخکې دې اوربند ټينګ او جګړه دې پای ته ورسېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو له شاوخوا درېيو میاشتو بحثونو وروسته پر اجنډا هوکړه او ټاکل شوې چې د مذاکراتو دويم پړاو به د جنوري میاشتې پر پنځمه نېټه بیرته پیل شي.


