ads

له دوحې د افغان پلاوي راتګ ته د امریکا اندېښنې

د سولې په خبرو کې شل ورځني ځنډ او له قطر څخه کابل ته د افغان حکومت د پلاوي راګرځېدو امریکا اندېښمنه کړې ده.

فضل هادي حمیدي
25 لیندۍ 1399
له دوحې د افغان پلاوي راتګ ته د امریکا اندېښنې
د افغان سولې لپاره د امریکا د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي، باید بین الافغاني خبرې اترې له هوکړې سره سم د راتلونکي میلادي کال د جنورۍ میاشتې په ۵ مه بیا پیل شي او په دغه بهیر کې ځنډ رامنځته نه شي.
خلیلزاد په خپل تازه ټویټ کې هغو کسانو ته چې د سولې پر وړاندې خنډ او ځنډ رامنځته کوي خبرداری ورکړی.
خو بلخوا، بیا ارګ ټینګار کوي چې له دې وروسته د سولې په تړاو بین الافغاني خبرې باید په کور د ننه ترسره شي.
جمهوررییس محمداشرف غني ویلي، غواړي چې د بین الافغاني خبرو دوهم پړاو په کور د ننه ترسره شي.
په همدې حال کې سیاسي شنونکي بیا په دې باور دي چې هم افغان حکومت او هم طالبان د افغان سولې په اړه د امریکا د نوي جمهوررییس د تصمیم په تمه دي.
د سیاسي چارو شنونکی سیدناصر موسوي وایي، افغان حکومت د ابهام په حالت کې دی او د طالبانو سخت دریځ د دې لامل شوی چې د سولې پروسه د پام وړ لاسته راوړنې ونه لري.
د هغه په خبره، افغان حکومت په دې تمه دی چې د جوبایډن واک ته له رسېدو وروسته به د افغان سولې په اړه د امریکا پالیسي بدله شي.
بلخوا بیا د سیاسي چارو بل شنونکی عبدالباري عارض وایي، د سولې پروسه ډيره پېچلې ده او دواړه لوري باید په دقت او ځیرکتیا سره پرمخ ولاړ شي.
د هغه په خبره، د افغانانو لپاره یوه ټولشموله سوله له هغه سیاسي سولې چې ژر راځي غوره ده.
له دې وړاندې د دواړو لورو مرکچي پلاوو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي وو، چې د نورو خبرو د نېټې او اجنډا پر سر یې په ۲۰۲۱ کال کې هوکړه کړې ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA