ads

جوبایډن: ډیموکراسي بریالۍ شوه

د امریکا نوي ټاکل شوي جمهور رییس جوبایډن په رسمي ډول د خپلې بریا په غونډه کې له امریکایانو غوښتي چې ټاکنیز اختلافونه شاه ته وغورځوي او متحد شي.

محمدخان بریال
25 لیندۍ 1399
جوبایډن: ډیموکراسي بریالۍ شوه

د امریکایي رسنیو په وینا، نوموړي د تېرې ورځې غونډې ته پخبرو کې ویلي چې ډیموکراسي بریالۍ شوه.
د ده په وینا، اوس هغه وخت رارسېدلی چې امریکایان اختلافونه حل کړي او د یووالي لپاره جدي کار وکړي.
که څه هم تر دې وړاندې ټرمپ د بایډن له بریا سره مخالفت کړی، خو د هغه د تازه غوښتنې په ځواب کې یې غبرګون نه دی ښودلی.
دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې ډېر ژر په رسمي ډول جوبایډن د امریکا د جمهور رییس په توګه لوړه وکړي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA