مقدس سلارزۍ چې دننګرهار په یوه خصوصي راډیو کې کار کوي، د دغه ولایت پر امنیتي ادارو هم نیوکه کوي او وایي، تراوسه یې د خبریالانو د خوندیتوب په برخه کې هغسې چې لازمه ده، پام نه دی کړی.
سلارزۍ وایي، ښيځینه ژونالیستانې په کاري چاپیریال کې د خوندیتوب احساس نه کوي او لازمه ده چې مسولې ادارې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
«موږ پر امنیتي ادارو هم نیوکه کوو، چې د خبریالانو خوندیتوب ته پام نه کوي که دوی خپلو دندو ته ژمن پاتې شي نو بیا به دا ستونزې نه وي چې اوس ورسره خبریالان مخ دي.»
عاقله اسد او ثنا نوري بیا د خبریالانو پر وړاندې روان تاوتریخوالی اندېښمنوونکې بولي او وایي، که حکومت د خبریالانو خوندیتوب ته پام ونه کړي، نو د بیان ازادي به له ننګونو سره مخ شي.
دوی پر افغان حکومت او وسله والو ډلو غږ کوي چې خبریالان دې خپل هدف نه ګرځوي.
«دخبریالانو پر واندې تاوتریخوالی موږ ته د منلو وړ نه دی او دا د بیان پر ازادۍ مستقیم تیری دی، زموږ هیله دا ده چې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته دې پام وشي.»
په همدې حال کې ختیځ کې «نی» یا د خپلواکو رسنیو د ملاتړ ادارې غړی عزیز الله عزیز هم مني چې په ختیځ کې ښځينه ژونالیستانې په کاري چاپیریال کې له ستونزو سره مخ دي.
هغه وایي، د وی ستونزې یې په څو ځلي له اړونده ادارو سره شریکې کړي، خو ستونزې یې په ځای پاتې دي.
«نی ادارې وخت په وخت د خبریالانو ستونزې تر مرکزي ادارې رسولي او په دې برخه کې به په خپلو ژمنو ولاړه پاتې وي، خو متاسفانه چې مسولو ادارو هم تراوسه زموږ ستونزو ته څه ډول چې لازمه ده ځواب نه دی ویلی.»
بل لور ته د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، چې د جلال اباد ښار د ټولو امنیتي حوزو امرینو او نورو امنیتي ادارو ته لارښوونه شوې چې، د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته ځانګړې پاملرنه وکړي.
«همدا نن سهار هم والي ضیاالحق امرخیل په امنیتي ناسته کې د حوزو ټولو امرینو ته لارښوونه وکړه، چې د ټولنې دنورو برخو سربیره دې د خبریالانو د ژوند خوندیتوب ته پام وکړي.»
ننګرهار کې ښځينه ژورنالېستانې داسې مهال د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي زیاتیدو اندېښمنې کړې، چې د تیرې د پنجشنبې په ورځ د ننګرهار د یو سیمه ییز تلویزیون د خپرونو چلوونکي ملاله میوند کاري دفتر ته په لاره له خپل موټر چلوونکي سره په یوه وسله وال برید کې ووژل شوه،چې دې سره په تیره یوه نیمه میاشت کې د رسنیو د کارکوونکو د وژل کېدو شمیر څلورو ته لوړ شو.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


