ads

وسله والو په نایجیریا کې پر یو ښوونځي برید کړی

د نایجیریا پولیسو اعلان کړی چې د دغه هېواد په شمال لودیځه برخه کې پر یو ښوونځي تر برید وروسته ۴۰۰ زده کوونکي ورک شوي دي.

محمدخان بریال
24 لیندۍ 1399
وسله والو په نایجیریا کې پر یو ښوونځي برید کړی

سرچینه وایي، پر ښوونځي دا برید د کانکارای په سیمه کې شوی دی.
امنیتي سرچینې زیاتوي، د پولیسو او وسله والو تر منځ د نښتې په پایله کې ځینې زده کوونکي په تېښته بریالي شوي او ۴۰۰ نور ورک شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په ۲۰۱۴ میلادي کال کې بوکوحرام ډلې ۲۷۶ نجونې وتښتولې چې ۱۰۰ تنه لاهم ورکې دي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA