نوموړي له کليد سره په خبرو کې وويل، ښايي څېړنه په راتلونکو يوې يا دوو ورځو کې نهايي شي.
صالح هغې ويډيو ته چې تازه په خواله رسنيو کې خپاره شوې او يو کس ادعا کوي چې فردين اميني د طالبانو لهخوا وژل شوی، وويل، دا ويډيو نوې نهده.
نوموړي وويل:
«موږ او د ښاغلي فردين اميني کورنۍ د نوموړي د قضيې د څيړنو نهايي کېدو ته په تمه يوو، ښايي دا څېړنه په يوې يا دوو ورځو کې نهايي شي بيا به موږ دا جزييات له خلکو سره شريک کړو.»
په ورته وخت کې د افغانستان د ازاديو رسنيو د ملاتړ بنسټ يا نی اجراييوي رییس مجیب خلوتګر وايي، د خبريالانو پر وړاندې تاوتريخوالی ورځ تر بلې د زياتېدو په حال کې دی او دا د اندېښنې وړ مسله ده.
نوموړي زياته کړه، د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي قضیې نهڅېړل کېږي او نه یې هم عاملين محاکمه کېږي، له همدې امله د هغوی پر وړاندې د تاوتريخوالي کچه ډېره شوې ده.
خلوتګر کليد ته وويل:
«له بده مرغه په دې وروستيو کې د خبريالانو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې زياتې شوي دي او لامل یې دا دی چې د حکومت لهخوا د دوی پر وړاندې د تاوتريخوالي بيا په ځانګړي ډول د قتل پېښې نهڅېړل کېږي.»
د کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارين بيا کليد ته وويل، د فردين اميني د قضيې له نهايي کېدو وروسته به جزييات له خلکو او رسنيو سره شريک کړي.
تر دې وړاندې یاد وزارت ویلي وو چې فردین امیني قضه جنایي ده.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


