ads

د سولې مذاکراتو ځنډ ته اندېښنې

د سولې په چارو کې د ولسي نظرياتو شبکې رییس محمد قیس ياسيني د دوشنبې پر ورځ په خبري کنفرانس کې وويل، د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو ترمنځ د مذاکراتو ځنډېدو ته اندېښمن دي او د دغه ځنډ اصلي لامل دا دی چې دوی به له خپلو مشرانو سره سلامشورې کوي.

منصور یوسفزی
24 لیندۍ 1399
د سولې مذاکراتو ځنډ ته اندېښنې

دی زياتوي، په دې وروستيو کې ناامني او هدفي وژنې زياتې شوي او غوښتنه دا وه چې مرکچي پلاوی به د اوربند پر ټينګښت اساسي بحث وکړي.
ياسيني وويل:
«موږ د حکومت او طالبانو مرکچي پلاوو ترمنځ د مذاکراتو ځنډېدو ته اندېښمن يوو او د دغه ځنډ اصلي لامل دا دی چې دوی به له خپلو مشرانو سره سلامشورې کوي.»
په ورته وخت کې د يادې شبکې غړې مستوره کاکړ بيا وايي، د سولې پايلو ته خوشبين دي، خو ترڅنګ یې د احتمالي سولې د اجرايي ضمانت غوښتوونکي دي،
کاکړ وويل:
«موږ د سولې پايلو ته خوشبين يوو، خو د احتمالي سولې په تړاو بايد اجرايي ضمانت موجود وي، نړيواله ټولنه، ملګري ملتونه او نړيوال سازمانونه بايد په دې برخه کې مسووليت واخلي»
پر دې سربېره هېوادوال هم په قطر کې د مذاکراتو ځنډېدو ته سخت اندېښمن دي او وايي، تمه وه چې د مذاکراتو په پيل کې به اوربند وشي.
دوی زياتوي، وضعيت ته په کتو سره خلک له دې پروسې ناهيلي شوي او د ډېر وخت په تېرېدو سره یې هېڅ ډول پايله نه‌ده لرلې.
شکېب کليد ته وويل:
«موږ د سولې خبرو ځنډېدو ته اندېښمن يوو، موږ تمه درلوده چې د مذاکراتو په پيل کې به اوربند وشي، اوسني وضعيت موږ ناهيلي کړي يوو.»
بلخوا، د مرکچي پلاوي غړې حبیبه سرابي وایي، مذاکره کوونکی پلاوی د روخصتۍ لپاره نه، بلکې پر اجنډا د لا ډېرو مشورو لپاره کابل ته راځي.
سرابي وويل:
«د افغانستان حکومت د سولې مرکچي پلاوی رخصتۍ لپاره نه، بلکې د سلامشورو لپاره کابل ته ارځي، ځکه ډېر شمېر داسې مسايل دي چې سلامشورو ته اړتيا لري.»
په قطر کې د سولې مذاکرات د راتلونکي ميلادي کال د جنورۍ تر پنځمې نېټې په داسې حال کې ځنډول کېږي چې اوس هم د هېواد په بېلابېلو سيمو کې د جګړې د شدت او تاوتريخوالي د زياتېدو په تړاو اندېښنې ډېرې شوې دي.
تمه وه چې د مذاکراتو د دويم پړاو له پيلېدو سره به مذاکرات ګړندي شي، خو اوس دا مذاکرات د شاوخوا شلو ورځو لپاره ځنډول شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA