د خبریالانو په وینا چې د وروستیو وژل شوو خبریالانو قاتلین که په رښتیا هم نیول شوي وي، نو پکار ده چې په علني ډول محاکمه شي.
د دوی په وینا، په دې کار سره به له یوې خوا خبریالانو ته ډاډ حاصل شي او بل لوری به د راتلونکي لپاره عبرت وګرځي.
په خوست کې یو تن خبریال کبیرمشفق وایي، د خبریالانو د وروستیو وژنو لړۍ ددې ولایت خبریالان اندېښمن کړي او تر ټولو بده یې لا داده چې ددوی د وژنو مسولیت څوک پرغاړه نه اخلي.
مشفق تر ډېره د پړې ګوته افغان حکومت ته نیسي چې کني خبریالانو ته یوازې د کاغذ پرمخ او تش په خبرو ژمنې ورکوي او عمل کې نه پلې کوي:
«بدبختانه باید ووایم چې په دې وروستیو کې خبریالانو وژنې په داسې ډول زور اخیستی چې
هېڅ یوه ډله یې مسولیت هم پرغاړه نه اخلي، حکومت یوازې شعارونه ورکوي او په عمل کې مو ترې هېڅ ونه لیدل.»
په خوست کې یو بل خبریال شهزادالله حمیدي هم د خبریالانو پروړاندې اوسنی وضعیت د اندېښنې وړ بولي او وایي چې په هیواد کې ورځ تربلې د بیان ازادۍ پولې محدودیږي او دا په لوی لاس د بیان ازداۍ ته صدمه رسول بولي:
«په دې وروستیو کې پر رسنیو او خبریالانو بریدونه اندېښمنوونکي دي، په دې سره هغه خلک چې د بیان ازادۍ ته ژمن نه دي غواړي چې دا غږونه چوپ کړي او خلک له روان وضعیت څخه نا خبره پاتې شي.»
په ورته مهال په جنوب ختیځ زون کې د افغان خبریالانو د خوندیتوب کمېټې مسول سیف الله حیات هم ترډېره حکومت ملامتوي چې ګني د خبریالانو قضیو ته په وخت رسیدنه نه کوي.
حیات وایي اوس هم د خبریالانو د وژنې او تاوتریخوالي ډیری قضيې شته چې په قضا او څارنوالۍ کې د میز پر سر ایښي او تعقیب یې نه دی شوی:
«حکومت د خبریالانو په تړاو قضیوکې سستي کوي، په زیات شمیر کې قضيې لاهم بې سرنوشته پراتې دي، زموږ غوښتنه داده چې حکومت په دې برخه کې حدیت وښایي او عاملینو ته سزا ورکړل شي څو د نورو لپاره عبرت وګرځي.»
په تېره یوه میاشت کې په هلمند، کابل او ننګرهار ولایتونو کې څلور خبریالان وژل شوي چې حکومت یې د یو شمیر د قاتلینو دنیولو خبره کوي.
د خبریالانو دې وژنې په ملي او نړیواله کچه پراخ غبرګونونه هم له ځانه سره لرلي دي. د بې پولې خبریالانو ټولنې هم په افغانستان کې پر وژل شوو خبریالانو ژوره خوشيني څرګنده کړې او د افغان خبریالانو په ملتیا یې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته خپل شکایت هم وړاندې کړی او له هغوی یې غوښتنه کړې جې په افغانستان کې د خبریالانو ژوند ته پام وشي او په دې برخه کې جدي ګامونه واخیستل شي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


