ads

په هوایي برید کې د ۱۱ ملکي وګړو وژل کېدل

د کندهار ارغنداب ولسوالۍ کې د تېري شپې د بمبار له کبله د یوې کورنۍ ټول ۱۱ تنه وژل شوي دي.

تاج محمد ساحل
23 لیندۍ 1399
په هوایي برید کې د ۱۱ ملکي وګړو وژل کېدل
تېره شپه افغان هوايي ځواکونو پر وسله والو د بمبار پر وخت د ارغنداب په ده سبزي نومي سیمې کې د یوې کورنۍ ټول ۱۱ تنه غړي، چې ملکیان دي وژلي دي چې ښځې ماشومان او نارینه پکې شامل دي.
یاده کورنۍ، چې د بور اکا په نوم مشهوره ده، پکې دوه زامن درې ښځې او شپږ کوچنیان وژل شوي.
د وژل شوي کورنۍ یو قریب وايي، د کورنۍ ۱۱ تنه يې تېر ماښام  په درېیو هوايي بریدونو کې شهیدان کړل شول.
که څه هم د ارغنداب ولسوالۍ اوسېدونکې وايي، عام خلګ په هوايي برید کې وژل شوي، خو د کندهار امنیتي چارواکې بیا څرګندوي چې دغه عام خلک د وسله والو په یوه موټر بم برید کې وژل شوي دي.
د کندهار د امنیت امر فرید احمد مشعل وایي، وسله والو غوښتل چې په چاودېدونکو توکو بار موټر ته د امنیتي ځواکونو پر امنیتي پوستې چاودنه ورکړي، چې د کلي په منځ کې يې چاودنه کړې او د کورونو د نړېدو له امله دغه عام خلګ وژل شوي دي.
د ارغنداب ولسوالي اوسېدونکو د شهیدانو جسدونه له ځان سره کندهار ښار ته داخلول او د اعتراض په توګه يې کندهار ولایت مقام ته وړل، چې د پولیسو لخوا اجازه ورنه کړل شوه.
د پولیسو سرچینې وايي، د اعتراض کوونکو په منځ کې د داسې کسانو  د داخلېدو خطر وو چې اعتراض کوونکي يې هڅول چې ګډوډی جوړ کړي.
دا لومړی ځل نه دی چې په دې ولسوالۍ کې عام خلګ قرباني کېږي، بلکې تر دې مخکې هم لسګونه عام ارغندابیان په ماین چاودونو  او ړندو بمباریو کې کې قرباني شوي دي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA