ads

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۲۹۷زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۱۵ میلیونه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي او تر ۲۹۷ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

محمدخان بریال
23 لیندۍ 1399
په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۲۹۷زره واوښت

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۷۱ میلیونه ډېر شوی او تر یو نیم میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۶۴ زره او ۳۶ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۸۱زره ۱۲۳ په مکسیکو کې ۱۱۳زره او ۷۰۴، په هند کې ۱۴۳زره او ۱۹، په بریټانیا کې ۶۴ زره ۱۲۳، په ایران کې ۵۱ زره او ۴۹۶او په پاکستان کې ۸۶۰۳ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA