انتونیو ګوترش دا څرګندونې د اقلیمي بدلون په اړه د پاریس هوکړې د پنځمې کلیزې په مناسبت یو ورځنۍ غونډې ته وکړې.
د پاریس د اقلیم بدلون غونډه د ملګرو ملتونو په ګوربتوب د فرانسې او بریټانیې په شتون کې تېره ورځ ناوخته ترسره شوه.
د رویټرز خبري اژانس په خبره، ښاغلي ګوترش ټینګار وکړ چې بېړنی حالت باید تر هغو وساتل شي چې د کاربن ګازو په کچه کې تعادل رامنځته شي.
دا غونډه پر داسې مهال ترسره شوې چې د پاریس تړون د ملاتړ لپاره نوې هیلې پیدا شوې دي.
چین د یاد تړون په چوکاټ کې د خپلو ژمنو پر ترسره کېدو ټینګار کړی دی او د جوبایډن د تازه څرګندونو پر اساس، داسې ښکاري چې امریکا به هم د اقلیمي بدلون په تړاو د پاریس له هوکړې سره یوځای شي.


