ads

د سولې په پروسه کې د اقلیتونو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار

د جمهور رییس دويم مرستيال محمد سرور دانش وايي، په افغانستان کې د مذهبي، قومي او ژبني لږکيو په شمول ټول اقليتونه حق لري چې په مستقيمه او يا غیر مستقيمه بڼه د سولې په پروسه کې حضور ولري او خپل استازي دې معرفي کړي.

منصور یوسفزی
23 لیندۍ 1399
د سولې په پروسه کې د اقلیتونو د حقونو پر خوندیتوب ټینګار

دی زياتوي، بشري، د ښځو او لږکيو حقوق د سولې په برخه کې د افغان حکومت اساسي اصول دي.
دانش وويل:
«موږ له سل‌ګونه کلونو وروسته په افغانستان کې داسې نظام او سياسي قانون خاوندان يوو چې په‌کې د لږکيو حقوق ته ځانګړې پاملرنه شوې، د مذهبي، قومي او ژبني لږکيو په شمول ټول اقليتونه حق لري چې خپل غږ اوچت کړي، په مستقيمه او يا غیر مستقيمه بڼه د سولې په پروسه کې حضور ولري او خپل استازي دې معرفي کړي.»
بل لور ته د بشري حقونو او نړيوالو اړيکو په برخه کې د دولت وزیره سيما سمر وايي، لږکۍ حق لري چې د سولې پروسې ترڅنک په سياسي، اقتصادي، ټولنیزو او پراختيايي برخو کې هم ونډه ولري.
د سمر په خبره، که اقلیتونه د مذاکراتو په مېز کې حضور نه‌لري، نو حکومت بايد د دوی حضور لپاره نور ميکانیزمونه رامنځ‌ته کړي.
سمر وويل:
«اوس چې موږ د سولې خبرو په درشل کې يوو نو لږکۍ هم حق لري چې د سولې پروسې ترڅنک په سياسي، اقتصادي، ټولنیزو او پراختيايي برخو کې هم ونډه ولري، که د سولې خبرو په مېز کې دوی حضور نه‌لري، نو حکومت بايد د دوی مشارکت لپاره نور مېکانيزمونه رامنځ‌ته کړي، د اقليتونه د ښوونې او روزنې ترڅنګ دغه‌راز د دوی صحي خدماتو ته دې هم پاملرنه وشي.»
په افغانستان کې د اروپايي ټولنې ځانګړي استازي رولانډ کوبيا د ويډيويي کنفرانس له لارې وويل، د سولې په پروسې او د سولې خبرو په پايله کې د رامنځ‌ته کېدونکي نوي حکومت په جوړښت کې د لږکيو حضور مهم دی.
نوموړي زياته کړه، د سولې په خبرو کې د افغان حکومت مرکچي پلاوی د طالبانو پلاوي په پرتله ټول‌‌شمولی دی.
کوبيا وويل:
«د سولې په پروسې او د سولې خبرو په پايله کې د رامنځ‌ته کېدونکي حکومت په جوړښت کې د قومي او مذهبي لږکيو حضور خورا مهم دی، څو تظمين کړي چې د دوی غوښتنې، اندېښنې او اړتياوې خوندي او رعايت شي.»
دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو او د تاوتريخوالي د له‌منځه تلو موسسې د يوې ټول‌پوښتنې پايله ښيي ډېری اقلیتونه په دې باور دي چې د سولې په پروسه کې د دوی استازيتوب نه‌ کېږي او په دې برخه کې د مشارکت غوښتنه کوي.
دا ټول‌پوښتنه د افغانستان په ۹ ولايتونو کې شوې ده.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA