ads

«په سوله کې دې اسلامي ارزښتونه خوندي شي»

د حزب اسلامي د اتحاد شورا غړي وايي، اوسنۍ جګړه د پردیو ګټو لپاره روانه ده او نور ددې وخت دی چې د دوامداره سولې د راتلو لپاره لاسونه سره یو کړي.

محمدخان بریال
22 لیندۍ 1399
«په سوله کې دې اسلامي ارزښتونه خوندي شي»
دوی وايي د داسې سولې ملاتړ کوي چې د افغانانو ژوند او عزت پکې خوندي وي.
ددې شورا د غړو په وينا  حزب اسلامي پرته د پردیو له مداخلې خپلمنځي خبرې پيل کړې او سره له دې چې ډېری بنديانو يې اوس هم خلاص نه دي، خو سولې ته يې لومړیتوب ورکړ.
د یاد ګوند د شوراګانو اتحاد د اجرايوي بورډ غړی ډاکټر احمد خاندان وايي په قطر دوحه کې د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د روانو مذاکراتو ملاتړ کوي او په ورته مهال د سولې د خبرو د ګړندي کېدو خبره هم کوي:
«موږ درې کاله وړاندې له افغان حکومت سره بین الافغاني مذارکرات وکړل، هېڅ بهرنی مو پکې را داخل نه کړ، له طالبانو هم غواړو چې بین الافغاني مذارکرات وکړي او نور جنګ ته نه ووایي.»
د حزب اسلامي د اتحاد شورا د اجرايوي بورډ یو بل غړي ګل الرحمن وويل، که ښکېل اړخونه په سوله کې د امتیاز په لټه کې وي، نو امکان نه لري چې افغان د سولې خوند وڅکي، خو په وينا يې پکارده چې د سولې د راتلو لپاره دواړه خواوې یو څه له لاسه ورکړي:
«زموږ غوښتنه له ښکېلو اړخونو داده چې راشئ افغانان یې یو څه تاوان ومنئ، که تاوان ونه منئ او جنګ د امتیاز لپاره کوئ، امکان نلري چې افغانان دې د سولې خاوندان شي.»
په ورته مهال د حزب اسلامي یو بل غړی په قومونو او ټولنیزو چارو کې د ولسمشر سلاکار صادق منګل وایي، اوس د جګړې وخت تېرشوی او د سالمې سیالۍ وخت دی او په وینایې افغان ولس نور له جنګه ستړی شوی دی:
«له چارواکو وسله والو غواړو چې نور د خدای په خاطر جنګ بس کړئ په هره کوڅه کې مو یتمان نارې وهي او هدیرې مو ترکلو راورسېدې.»
د حزب اسلامي د شوراګانو اتحاد غړي پر داسې مهال یادې څرګندونې کوي، چې تازه له قطره ناتاید شوي راپورونه خپره شوي چې ګني مذارکراتي ټیمونه د ۲۰ ورځو لپاره رخصت اعلان شوي، خو تراوسه پورې د مذارکراتو د توقف اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA