مصالحې عالي شورا ته یوه نېږدې سرچینه وایي، له لومړي پړاو خبرو وروسته دواړې خواوې غواړي چې د۲۰ ورځو لپاره دمه واخلي.
دا سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، له کلید سره په خبرو کې وویل، د لومړي پړاو خبرې په بریالیتوب پای ته ورسیدې، خو د دویم پړاو خبرې به له یوې دمې وروسته پیل شي.
دا خبر وروسته له هغه راځي چې تېره سه شنبه د مصالحې عالي شورا مشر ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي وو، چې ډېر ژر به د سولې په تړاو جدي بحثونه پیل شي.
د سرچینې په وینا، دواړو لورو پر دمې هوکړه کړې، خو تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.
بل لور ته د افغانستان ملي امنیت شورا سلاکار ډاکټر حمدالله محب وایي، د افغانستان سولې خبرو پاتې پړاوونه باید په هېواد کې دننه وشي.
نوموړي پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي، د افغانانو ترمنځ په خبرو کې اړینه ده چې را روان پړاوونه یې په افغانستان کې وي، څو سوله د بهرنیو شرایطو پر ځای د افغاني ټولنې له واقعیتونو متاثره، سرتاسري او دایمي وي.
د سیاسي چارو شنونکي بیا وایي، دواړه لوري هڅه کوي چې د دویم پړاو خبرو لپاره له خپلو مشرانو سره سلا مشورې وکړي.
د سیاسي چارو شنونکي مشتاق رحیم په وینا، اوس د افغانستان سولې پروسه اساسي پړاو ته رسېدلې او دواړې خواوې غواړي چې له خپلو مشرانو سره په دې برخه کې مشورې وکړي.
خو بل لور ته د سیاسي چارو شنونکي غلام جیلاني ځواک وایي، د افغانستان سولې پروسه د امریکایي لوري تر څار لاندې ده او دا هر څه د کرسمس تر رخصتیو ځنډول کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د افغان سولې مرکچي پلاویو د خبرو د کړنلارې پر ۲۱ مادو د هوکړې خبر ورکړی و.
وبه لیدل شي چې د افغان سولې خبرې دوام کوي او که د لنډې مودې لپاره ځنډول کېږي.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ


