د امریکا سنا مجلس د دولتي بنسټونو بودجه تصویب کړه

د امریکا سنا مجلس تېره ورځ ناوخته د فدرال دولت د لګښتونو د تامین په هدف د یوې اونۍ لپاره د بودجې طرحه تصویب کړه، څو په دې سره د دولتي سازمانونو له تعطیلۍ څخه مخه ونیول شي.