ads

د امریکا سنا مجلس د دولتي بنسټونو بودجه تصویب کړه

د امریکا سنا مجلس تېره ورځ ناوخته د فدرال دولت د لګښتونو د تامین په هدف د یوې اونۍ لپاره د بودجې طرحه تصویب کړه، څو په دې سره د دولتي سازمانونو له تعطیلۍ څخه مخه ونیول شي.

محمدخان بریال
22 لیندۍ 1399
د امریکا سنا مجلس د دولتي بنسټونو بودجه تصویب کړه

دا طرحه باید د امریکا اوسنی جمهور رییس ډونالډ ټرمپ لاسلیک کړي او د نه لاسلیک کېدو په صورت کې به دولتي بنسټونه رخصت شي.
د دې لنډمهالې بودجې تصویب به د دولتي بنسټونو د تعطیل مخه ونیسي.
دا بودجه پر داسې مهال تصویب شوه چې ټاکل شوې یوه میاشت وروسته د امریکا نوي منتخب جمهور رییس جوبایډن ته واک ولېږدول شي.
بایډن تر دې وړاندې د خپلې کابینې پر ټاکلو کار پیل کړی دی.
نوموړي تر هر څه وړاندې د دفاع وزارت لپاره یو تور پوستی جنرال د نوماند وزیر په توګه ټاکلی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA