ads

امنیتي چارواکو د دهراوود ولسوالۍ د سقوط اوازې رد کړې

په ارزګان کې يوه باوري امنيتي سرچينه وايي، د دغه ولايت دهراوود ولسوالي د دویم ځل لپاره سقوط شوه.

محمدخان بریال
22 لیندۍ 1399
امنیتي چارواکو د دهراوود ولسوالۍ د سقوط اوازې رد کړې
ياده سرچيني د نوم نه ښودلو په شرط کليد ته وويل، له تېرو دوو ورځو راهیسې وسله والو طالبانو پر یادې ولسوالۍ ډله‌ییز بريدونه پیل کړي وو او تېره ورځ یې پر نیولو بریالي شول.
سرچينه وايي، په جګړه کې پوليس نه دي وژل شوي؛ خو د پنځو کمانډويي سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکوي.
بلخوا، دارزګان د والي وياند احمدشاه ساحل بیا د یادي ولسوالۍ د سقوط خبر ردوي او وایي، طالبانو یوازې هلته د افغان سرتېرو پر پوستو بریدونه کړي دي.
د ده په وینا، طالبان د تېرې ورځې په نښتو کې د ولسوالۍ تر څنډې رسېدلي دي.
نوموړی وايي، د افغان سرتېرو په ځوابي بريدونو کې  ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان شوي دي.
«له څو ساحو څخه وسله والو طالبانو ډله‌ییز بريدونه کړي، چې په ځوابي بريدونو کې ۱۱ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي. د ملکي تلفاتو د مخنيوي په موخه افغان ځواکونو له ځینو سیمو څه تکتيکي شاه تګ کړی، خو نورې ټولې دولتي ودانۍ له افغان ځواکونو سره دي.»
احمدشاه ساحل وايي، د ملکي مرګ ژوبلې د مخنيوي په هدف افغان ځواکونو کم تکتيکي شاه تګ کړي دی.
نوموړی ډاډ ورکوي چې د طالبانو لاسته لوېدلې سيمې به يو ځل بیا ونیسي.
«موږ بیا هم خلکو ته ډاډ ورکوو، که افغان ځواکونه پرمختګ کوي که شاه تګ، د ملکي خلکو د تلفاتو مخنیوي لپاره يې کوي. په جګړه کې ۷ افغان سرتېري ټپيان شوي دي او يو بل شهيد شوی.»
د وسله والو طالبانو وياند قاري يوسف احمدي بیا ادعا کوي چې دغه ولسوالي يې سقوط کړې ده.
دا په داسي حال کې ده چې له تېرو دوه مياشتو راهیسي وسله والو طالبانو د دغې ولسوالۍ پر مرکز بريدونه زيات کړي، چې یو ځل بیا د طالبانو په لاس د دې ولسوالۍ د سقوط راپورونه ورکړل شول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA