ads

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۲۹۲زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۱۵ میلیونه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي او تر ۲۹۲ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

محمدخان بریال
21 لیندۍ 1399
په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۲۹۲زره واوښت

دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۶۹ میلیونه ډېر شوی او تر یو نیم میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۶۲ زره او ۶۲۶ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۷۹زره ۷۶۵ په مکسیکو کې ۱۱۲زره او ۳۲۶، په هند کې ۱۴۱زره او ۷۷۲، په بریټانیا کې ۶۳ زره ۱۷۹، په ایران کې ۵۱ زره او ۴۹۶او په پاکستان کې ۸۶۰۳ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA