ads

اردوغان د ارمنستان د رهبرۍ بدلون غوښتنه وکړه

د ترکیې جمهور رییس رجب طیب اردوغان د اذربایجان په پایتخت باکو کې په داسې حال کې چې اذربایجاني سرتېرو له ارمنستان څخه د ناګورنو قره باغ د خپلواکۍ شېبې لمانځلې، یو ځل بیا د ارمنستان د اوسنۍ رهبرۍ د بدلون غوښتنه وکړه.

محمدخان بریال
21 لیندۍ 1399
اردوغان د ارمنستان د رهبرۍ بدلون غوښتنه وکړه
هغه زیاته کړې، هیله ده چې د ارمنستان اوسېدونکي د هغې رهبرۍ د ګوښه کېدو هڅې وکړي چې دوی یې له لوږې او فقر سره مخ کړي او دروغ یې ورته ویلي دي.
د اذربایجان او ارمنستان تر منځ نښتو شپږ اونۍ وخت ونیو.
ترکیې په دغو نښتو کې په مستقیم ډول د اذربایجان ملاتړ وکړ او هغه وخت یې هم د ارمنستان د هبرۍ بدلون غوښتنه وکړه.
د دواړو هېوادونو تر منځ نښتې د روسیې په منځګړیتوب پایته ورسېدې او د دې هوکړې پر اساس ارمنستاني سرتېري تر خپلې واکمنۍ لاندې له درېیو سیمو وځي.
که څه هم دا هوکړه په اذربایجان کې د خلکو د خوښیو لامل شوه، خو په ارمنستان کې یې لاریونونه راوپارول.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA