ads

د کثافاتو د لسګونو شخصي شرکتونو خپلسری فعالیت

د کلید ګروپ موندنې په ډاګه کوي، چې یو شمېر شخصي شرکتونه د کابل د تنظیف یا د کثافاتو د لېږد په برخه کې له تېرو څه باندې ۱۲ کلونو راهیسې خپلسری فعالیت کوي.

فضل هادي حمیدي
19 لیندۍ 1399
د کثافاتو د لسګونو شخصي شرکتونو خپلسری فعالیت

دغه موندنې څرګندوي چې کابل ښاروالي له یادو خصوصي شرکتونو سره نه کوم رسمي قرارداد لري او نه هم د دغو شرکتونو لپاره کومه کاري کړنلاره او یا لایحه او مقرره شته ده.
د کلید ګروپ د معلوماتو پربنسټ، هغه خصوصي شرکتونه چې په کابل کې د تنظیف په برخه کې فعالیت کوي، له کورونو څخه د کثافاتو د لېږد په بدل کې د اخیستونکو پیسو اندازه هم په خپله خوښه ټاکي او په ورته وخت کې ډېری ښاریان هم د دوی له فعالیت څخه خوښ نه دي.
د کلیدګروي موندې څرګندوي چې لاهم دغه شرکتونه له کورونو راټول شوي کثافات مشخصې سیمې ته نه رسوي او د ښار له یوې سیمې یې وړي او په بله سیمه کې یې اچوي.
که څه هم کابل ښاروالي وایي، له ښاره کثافت دانۍ دوی ټولوي ترڅو خلک هغه سیمه کې د کثافت دانۍ شاوخوا کثافات وانه غورځوي؛ خو د کلیدګروپ معلومات په ډاګه کوي، چې دا د خصوصي شرکتونو وړاندیز دی ترڅو خلکو ته د کثافاتو د اچولو ځای نه وي او اړ شوي چې شرکت ته د کثافاتو د لېږد په بدل کې پیسې ورکړي.
که څه هم کابل ښاروالي د دغو شرکتونو له کار څخه د جدي څارنې خبره کوي، خو خلک وایي، د شرکتونو له کړنو خو څارنه نه کېږي. ان د شرکتونو په تړاو د دوی شکایتونو ته هم رسېدنه نه کېږي.
په همدې حال کې د کلید ګروپ د موندنو پربنسټ، د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست او ښاروالۍ ترمنځ هم د شرکتونو د فعالیت د څرنګوالي په اړه همغږي نشته.
په کابل کې د تنظیف په برخه کې خصوصي شرکتونه له ۱۲ کلونو راهیسې فعالیت لري:
په داسې حال کې چې کابل ښاریان ورځ تربلې په ښارکې د کثافاتو له ډېروالي شکایت کوي، خو د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست وایي، په دغه برخه کې یې د خصوصي شرکتونو په همکارۍ کوټلي ګامونه اخیستي دي.
که څه هم له تېرو شاوخوا ۱۲ کلونو راهیسې خصوصي شرکتونه د کابل ښار د کثافاتو په لېږد کې فعالیت لري، خو د کابل ښاروالۍ د تنظیف رییس امان الله صافی وایي، دوی ورته تازه متوجه شوي او اوس هڅه کوي چې دغه شرکتونه راجسټر او سره منظم کړي:
« له نېکمرغه چې له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې په کابل کې خصوصي شرکتونه د کثافاتو په لېږد کې فعالیت لري خو موږ( ښاروالي او حکومت) اوس ورته متوجه شوي یو او غواړو دا شرکتونه منظم کړو.»
په داسې حال کې چې د کابل ښاروالۍ د تنظیف رییس وایي، له تېرو ۱۲ کلونو راهیسې خصوصي شرکتونه د کثافاتو د لېږد په برخه کې فعالیت لري. کابل ښاروالۍ ویانده سمیرا رسا بیا دغه پروسه نوې بولي او وایي، د کابل ښاروالۍ د نوې رهبرۍ له راتګ سره دغه ګام اخیستل شوی دی: «د کابل ښاروالۍ د نوې رهبرۍ له راتګ سره دا پروګرام نیول شوی او دا یو نوی پروګرام دی، په یو شمېر ناحیو کې دا پروګرام پیل شوی او د خلکو د رضایت په صورت کې به نورو ناحیو ته هم وغځول شي.»
خلک هم وایي، له تېرو څو کلونو راهیسې خصوصي شرکتونه د کابل په بېلابېلو سیمو کې فعالیت لري.
د تنظیف پر ریاست سربېره خصوصي سکټور ولې د تنظیف په برخه کې فعالیت کوي؟
د کابل ښاروالۍ د تنظیف رییس امان الله صافی وایي، د تنظیف ریاست یوازې د کابل ښار د ۷۰ سلنې کثافاتو د لېږد وړتیا لري او ۳۰ سلنه نور پاتې کېږي.
د نوموړي په خبره، اوسمهال د تنظیف پر ریاست سربېره شاوخوا ۵۶ خصوصي شرکتونه هم د کابل ښار د تنظیف په برخه کې فعالیت کوي، خو بیا هم دوی د ښار په پاکولو نه دي توانېدلي:
«د تولید شویو کثافاتو د ۷۰٪ د لېږد وړتیا موږ لرو، دا ۳۰ فیصده هم تر اوسه شرکتونو ته نه دي ورکړل شوي، یعنې داسې نه وه چې ټوله ساحه موږ تر پوښښ لاندې نیولې وه خو اوس چې خوشې کوو نو هغه به ګټه کوي، موږ او شرکتونه ټول کار کوو. بیا هم د کابل پاکوالی نه دی معلوم، تر اوسه د کابل له ۶۴۰ زره کورونو څخه ۱۰۴ زره کورونه د شرکتونو تر پوښښ لاندې راغلي او دا د کابل ۲۰ سلنه نفوس هم نه جوړوي.»
که څه هم د کابل ښاروالۍ د تنظیف رییس وایي، تر اوسه د کابل ښار ۲۰ سلنه نفوس هم خصوصي شرکتونو ترپوښښ لاندې نه دی راغلی، خو د کابل ښار د تنظیفي خدمتونو د شرکتونو د ټولنې مرستیاله هما حکاک بیا وایي، د کابل ښار ۶۰ سلنه سیمې د خصوصي شرکتونو د فعالیت ترپوښښ لاندې راغلې او نوموړې زیاتوي، چې یوازې ۴۰ سلنه غرنۍ سیمې او یا ځینې نورې سیمې چې ستونزې یې درلودې هغه پاتې دي: «تر اوسه د کابل ښار ۶۰ سلنه سیمې د خصوصي شرکتونو ترفعالیت لاندې دي، خو ۴۰ سلنه نورې غرنۍ سیمې د شرکتونو له فعالیت څخه تر اوسه پاتې دي. په یو شمېر نورو سیمو کې خلک همکاري نه کوي، یا زورواکي دي.»
خصوصي شرکتونه په کوم بنسټ کار کوي، ایا کوم رسمي قرارداد یا کومه مقرره شته؟
د کابل ښاروالي وایي، دغه شرکتونه د آزادې داوطلبۍ له لارې ټاکل کېږي او بیا په کابل ښار کې د کثافاتو د ټولولو په برخه کې فعالیت کوي.
د ښاروالۍ ویانده سمیررسا وایي، دغه پروسه د کابل ښاروالۍ له سایټ څخه رسمي اعلانېږي او بیا د تداروکاتي پروسې له تېرولو وروسته بریالي شرکتونه ټاکل کېږي: «دا پروسه د کابل ښاروالۍ له رسمي سایټ څخه اعلانیږي، دغه شرکتونه ټول خپلې تداروکاتي پروسې تېروي، بیا هر شرکت چې ښه امکانات ولري نو همغه ګټونکی اعلانیږي.»
خو د کابل ښاروالۍ د تنظیف رییس امان الله صافی وایي، دوی له دغو شرکتونو سره هېڅ ډول رسمي قرارداد تر اوسه نه لري او په خبره یې، دغو شرکتونوله پخوا فعالیت درلود او اوس یې یوازې په سیمه کې سره منظم کړي دي.
ښاغلی صافی زیاتوي، د دغو شرکتونو لپاره تر اوسه هوکړه لیک او شرطنامه د عدلیې وزارت او کابینې له خوا نه ده تایید شوې چې شرکتونو سره یې لاسلیک کړي: «دوی پخوا کارکاوه، خو د دې لپاره چې زموږ څارنه او د دوی ځواب ویل منظم شي، نو موږ دغه شرکتونه په ګذرونو باندې ووېشل، کومه شرطنامه او تفاهمنامه چې موږ جوړه کړې، هغه مو عدلیې وزارت ته ورکړې چې د دغه وزارت او کابینې له خوا پاس شي، خو یو شمېر شرکتونه په ډېرو ټیټو معیارونو کار کوي او تر ډېره د دوی هدف یوازې پیسې پیدا کول دي.»
په ورته وخت کې د کابل ښار د تنظیفي خدمتونو د شرکتونو د ټولنې مرستیاله او د مبشرحکاک د تنظیفي خدمتونو د شرکت مشره هما حکاک وایي، هېڅ ډول داوطلبي نه ده شوې او نه یې هم له کابل ښاروالۍ سره کوم رسمي قرارداد لاسلیک کړی دی: «د کابل ښاروالۍ له خوا نه کومه داوطلبي شوې او نه هم کوم قرارداد ورسره لرو، دا کار هرڅوک کولای شي خو د کابل ښاروالۍ له پالیسۍ سره سم او موږ د دوی له پالیسۍ سره سم دا چارې مخته وړو.»
په همدې حال کې د محلات شهر د تنظیفي شرکت مشر ولي الله صمدیار هم وایي، څه باندې پنځه کاله کېږي چې دوی فعالیت کوي، خو نه پخوا کوم قرارداد و او نه هم اوس کوم قرارداد او داوطلبي شته: «شرکتونو له پخوا په خپل سر کار کاوه، خو اوس هم نه کوم قرارداد شته او نه هم کومه داوطلبي، له پنځو کلونو ډېر وخت کېږي چې موږ کار کوو، له لسو او شلو کورونو مو پیل کړی چې کثافات یې لېږدوو؛ خو اوس له ۱۵۰۰ کورونو ډېر زموږ تر پوښښ لاندې دي.»
شرکتونه په کومو معیارونو فعالیت کوي او آیا خلک ترې خوښ دي؟
د کابل ښاروالۍ د تنظیف رییس امان الله صافی وایي، ډېری شرکتونه په هغو معیارونو فعالیت نه کوي چې د دوی له خوا ورته ټاکل شوي دي.
که څه هم کابل ښاروالي له شرکتونو سره رسمي قرارداد نه لري، خو د ښاروالۍ د تنظیف رییس وایي، یوشمېر شرکتونه د دوی له تمې سره سم فعالیت نه کوي او دوی وخت په وخت ورته توصیې هم کوي او آن اخطارونه یې هم ورکړي دي: «له بده مرغه چې یو شمېر شرکتونه د دوی له تمې او توقع سره سم فعالیت نه کوي او دوی ورته توصیې او اخطارونه هم ورکړي دي، خو که اصلاح نه شي، هغه اړونده سیمې یې نورو شرکتونو ته سپاري.»
د کابل ښاروالۍ د تنظیف رییس مني چې یو شمېر شرکتونه د کابل ښار له یوې سیمې کثافات ټولوي او په بله سیمه کې یې اچوي خو وایي، دوی ورسره قانوني چلند کوي. بیا هم داسې ژمنه نه کوي چې په لنډ وخت کې به د دغه کار مخنیوی وکړی شي: «ډېری شرکتونه یې د کابل ښار له یوې سیمې کثافات ټولوي او په بله سیمه کې یې اچوي، ټول شرکتونه داسې نه دي، خو یو شمېر خپلسري شرکتونه دا کار کوي.»
دا چې دوی ولې د دغو خپلسرو شرکتونو مخنیوی نه شي کولی؟ په دې اړه یې له څه ویلو ډ ډه وکړه.
د شرکتونو له فعالیت څخه د ښاریانو رضایت:
که څه هم د کابل ښاروالي وایي، خلک د شرکتونو له کړنو خوښ دي خو کابل ښاریان او د ګذر وکیلان بیا د شرکتونو له فعالیت څخه شکایت کوي.
د کابل ښاروالۍ ویانده سمیرا رسا وایي، خلک د کابل ښاروالۍ له دې طرحې چې د تنظیف چارې خصوصي سکټور ته وسپاري خوښ دي او دوی یې هم مثبته نتیجه لیدلې ده: «زموږ د څارنې پر اساس هم مثبت بدلون راغلی او خلک هم له دې طرحې او د شرکتونو له فعالیت څخه خوښ دي.»
یو شمېر کابل ښاریان او د ځینو سیمو د ګذر وکیلان د تنظیف په برخه کې د خصوصي شرکتونو له فعالیت څخه خوښ نه دي.
د شپږمې ناحیې د قلعه عليمردان د سیمې د ګذر وکیل عبدالعلي ملکزاده وایي، دوی د شرکتونو له کار څخه خوښ نه دي او په وینا یې، لکه په لومړي سرکې یې چې ژمنه کړې وه، هغسې فعالیت اوس نه کوي: «دا خصوصي شرکتونه موږ ته هېڅ سم کار نه کوي، په میاشت کې ۱۵۰ افغانۍ اخلي، خو نه ویالې پاکوي او نه هم د ټولو کورونو کثافات لېږدوي.»
په همدې حال کې د شپږمې ناحیې د قلعه وزیر دسیمې د ګذر وکیل عبدالرحمن حسین خېل هم د خصوصي شرکتونوله فعالیت څخه خوښ نه دي او وایي، هغه شرکت چې د دوی په سیمه کې یې کار کاوه له ژمنې او قرارداد سره سم یې فعالیت نه کاوه نو دوی بیا ورسره له همدې کبله قرارداد فسخ کړ: «ویالې یې په خپل وخت نه پاکولې او نور یې هم چې کومې ژمنې کړې وې، هغه یې نه پوره کولې، په اول کال ښه و، خو وروسته یې ډېر مشکلات درلودل نو بیا موږ ورسره قرارداد لغوه کړ.»
د شرکتونو له فعالیت څخه څارنه:
که څه هم د کابل ښاروالۍ د تنظیف ریاست مسوولین د شرکتونو له فعالیت څخه د جدي څارنې خبر ورکوي، خو د سیمې خلک او د ګذر یو شمېر وکیلان وایي، نه یوازې د شرکتونو له فعالیت څخه څارنه نه کېږي، بلکې دوی چې د شرکتونو له فعالیت څخه شکایت کوي، غږ یې هم نه اورېدل کېږي.
د کابل ښاروالۍ د تظیف رییس امان الله صافی وایي، دوی د شرکتونو له کړنو څخه د څارنې لپاره یوه ځانګړې اداره جوړه کړې ده او په وینا یې، په دغه څارونکې ډله کې د ګذر وکیلان او عام خلک هم شامل دي: «موږ د شرکتونو له کړنو د څار لپاره یوه ځانګړې اداره جوړه کړې ده، د سیمې وکیل او خلک هم پکې شامل دي. زموږ تنظیفي افراد په سیمه کې هم څارنه کوي، که موږ ته درې ځله د یوه شرکت د تخلف او تخطۍ راپور راشي موږ له هغه شرکت سره قرارداد فسخ کوو، موږ غواړو چې دشرکتونو وړتیاوې لوړې شي.»
خو د قلعه علیمردان سیمې د ګذر وکیل وایي، څلور میاشتې کېږي چې دوی له هغه شرکت څخه شکایت کوي چې په سیمه کې یې فعالیت لري، خو په اړه یې ناحیې او ښاروالۍ هېڅ عملي ګام نه دی اخیستی: «څلور میاشتې کېږي چې موږ له دغه شرکت څخه شکایت کوو، د ناحیې له رییس سره مو ولیدل، خو هېڅ عملي ګام یې نه دی اخیستی.»
په همدې حال کې د قلعه وزیر د سیمې د ګذر وکیل عبدالرحمن حسین خېل هم وایي، ناحیې ته چې شکایت وکړي، د ناحیې مسوولین ورسره ژمنه کوي چې شکایت ته به یې جدي رسېدنه وکړي؛ خو په خبره یې بیا هېڅ عملي ګام نه اخیستل کېږي: «چې شکایت ورته وکړو، راته وایي چې په سترګو دا کار کوم، اوس ورته زنګ وهم، خو عملي کار یې نه دی کړی، ما خپله مدیر د تنظیف ته ویلي او شکایت مو ورته کړی وایي، چې ورته وایم خو بیا عملي کار نه کوي چې زموږ ستونزې حل شي.»
حسین خیل وایي، که ښاروالۍ څارنه کولای نو بیا زموږ غږ نه پورته کېده، شرکت یې په ناحیه ور اچوي او ناحیه په شرکت: «که د شرکتونو له کړنو څارنه کېدای، نو بیا زموږ غږ نه پورته کېده. کثافاتو له ویالو را وباسي او بیا یې له سیمې نه وړي او وایي، دا په ناحیه پورې اړه لري.»
له کورونو د کثافاتو د لېږد په بدل کې د پیسو اندازه شرکتونه په خپله خوښه ټاکي:
شرکتونه له کورونو څخه د کثافاتو د لېږد په بدل کې د پیسو اندازه په خپله خوښه ټاکي او د کابل ښاروالۍ له خوا ورته هېڅ کوم معیار او اندازه نه ده ټاکل شوې.
د کابل ښاروالۍ د تنظیف رییس امان الله صافی وایي، دا د کابل ښاروالۍ او په ټوله کې د حکومت نوې تګلاره ده چې ښاریان باید د کثافاتو د لېږد په بدل کې شرکتونو ته پیسې ورکړي؛ خو نوموړی یې د اندازې په اړه وایي، که تر ۲ سوه افغانیو له کوم کور پیسې اخیستل کېږي ډېرې نه دي خو په دې اړه کوم معیار او مقرره نشته: «زه له شرکتونو معیاري کار غواړم او معیاري کار په دې معنې چې په سیمه کې به کثافات نه لیدل کېږي. کوڅې او ویالې به هم پاکې وي، خو که پیسې کمې وي، نو شرکت هم بیا معیاري کار نه کوي، ما یوازې شرکتونو ته ویلي چې له سوداګریزو ساحو به له ۲۵۰ افغانیو پورته پیسې اخلي.»
خو د تنظیفي شرکتونو د ټولنې مرستیاله هما حکاک وایي، په هغو سیمو کې لکه وزیراکبرخان چې شتمن خلک ژوند کوي، له هغوی څخه ډېرې او په هغه سیمو کې چې نسبتا له اقتصادي پلوه کمزوري خلک ژوند کوي؛ کمې پیسې اخلي: «په هغو سیمو کې لکه وزیراکبرخان شتمن خلک ژوند کوي،هغوی کولای شي چې دوه سوه افغانۍ ورکړي خو په هغه سیمو کې چې بېوزله خلک ژوند کوي لکه ده افغانان یا نورې سیمې، هلته بیا له خلکو ۱۵۰ او یا سل افغانۍ اخلو.»
په ورته وخت کې د محلات شهر تنظیفي شرکت مشر ولي الله صمدیار وایي، دوی له کورونو له ۵۰ افغانیو شروع تر ۲۰۰ افغانیو پیسې اخلي او په دې اړه هېڅ کومه لایحه او مقرره نشته :«موږ د خلکو اقتصادي وضعیت ته په پام له ۵۰ افغانیو شروع تر ۲۰۰ افغانیو پیسې اخلو خو په دې اړه هېڅ کومه لایحه او مقرره نشته.»
له ښار څخه د کثافت دانیو ټولول:
که څه هم د کابل ښاروالۍ د تنظیف رییس وایي، دوی د خپل پلان پربنسټ نور په ښار کې کثافت دانۍ ټولوي، ځکه چې خلک د کثافت دانیو پرځای د هغه په شاوخوا کې کثافات اچوي خو د خصوصي شرکتونو مسوولین وایي، کثافت دانۍ ځکه له ښآره ټولېږي چې خلک اړ شي ترڅو شرکتونو ته د کثافاتو د لېږد لپاره پیسې ورکړي.
د تنظیف رییس امان الله صافی وایي، دوی نور په ښار کې د کثافاتو د اچولو عمومي ساحې او عمومي کثافت دانۍ له منځه وړي او زیاتوي چې خلک له وړو کثافت دانیو څخه هم مناسبه ګټه نه اخلي: «نور به په ښار کې عمومي ساحه د کثافاتو د اچولو او یا عمومي کثافت داني وجود ونه لري او بل دا چې موږ په ښار کې ۳ زره وړې کثافت دانۍ لرو او هغه د اوبو د یوه بوتل یا نورو داسې وړو کثافاتو لپاره دي.»
خو د تنظیفې شرکتونو د ټولنې مرستیاله هما حکاک وایي، د تنظیف ریاست له دې کبله له ښاره کثافت دانۍ ټولوي چې خلک نور په ښار کې د کثافاتو د اچولو ځای ونه لري او اړ شي چې شرکت سره ځان ثبت کړي:« د تنظیف ریاست وایي، چې خلک باید د کثافاتو د اچولو ځای ونه لري او له شرکت سره ځان ثبت کړي ترڅو شرکت دغه کثافات د کابل له ښاره د باندې ولېږدوي.»
په ورته وخت کې د محلات شهر د تنظیفي شرکت مشر ولي الله صمدیار هم مني چې په هغه سیمه کې چې دوی فعالیت لري، د یو شمېر کثافت دانیو د ټولولو وړاندیز دوی وکړ او هدف یې هم همدا و چې خلک له دوی سره ځان ثبت کړي.
نوموړی زیاتوي، د اآتو کثافت دانیو په لرې کولو سره د دوی سره څه باندې څلور سوه کورونه زیات شول: «دا وړاندیز زموږ و چې کثافت دانۍ لرې کړي او بله ستونزه دا وه چې دا کثافت دانۍ لوړې وې او ماشومانو او یا سپین ږیرو کسانو دغه ته کثافات نه شوی ور اچولی؛ نو په شاوخوا کې یې اچول، بیا چې موږ د دغو کثافت دانیو د لرې کولو وړاندیز وکړ، د تنظیف ریاست له موږ سره په دې برخه کې ښه همکاري وکړه، هغه وخت موږ نیږدې ۱۱ سوه کورونو کثافات لېږدول خو اوس دغه شمېر له ۱۵ سوو لوړ شوی دی.»
که څه هم کابل ښاروالي د کابل ښار په پاکوالي کې د خصوصي شرکتونو فعالیت اغېزمن ګڼي؛ خو خلک لاهم په ښار کې د کثافاتو او سړک غاړو ویالو له بندوالي شکایت کوي او وایي، چې شرکتونه لکه ژمنه چې کوي هغسې فعالیت نه کوي او ښاروالي هم پرې جدي څارنه نه لري.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2024

Copyright 2022 © TKG: A public media project of DHSA