په ترکیه کې ۳۰۴ تنه د ناکامې کوداتا په تور نیول شوي

ترکي رسنیو پرون ناوخته خبر ورکړی چې د دغه هېواد قضایي ادارې د ۳۰۴ تنو هغو نظامیانو د نیولو حکم کړی چې د ۲۰۱۶ میلادي کال په کوداتا کې یې لاس درلود.