د سرچینو په وینا، نیول شوي کسان د ترکیې د ځمکنیو او سمندري سرتېرو غړي دي، چې د ترکیې په ازمیر ښار کې په ځانګړو عملیاتو کې نیول شوي.
دا څوم ځل دی چې هلته د ۲۰۱۶ میلادي کال د کوداتا په تور بېلابېل کسان نیول کېږي.
د یادلو وړ ده چې څلور کاله وړاندې په ترکیه کې د ناکامې کوداتا په پایله کې ۲۸۵ تنه ووژل شول او تر ۲۹۲ زره تنه د هغې په تړاو ونیول شول.
ترکیه د دې کوداتا مسول فتح الله ګولن یادوي او د هغه له خوځښت سره د اړیکو په تور په ترکیه کې ۱۳۰ زره تنه نور کسان له دندو لېرې شوي دي.


