ads

د کابل په امنیتي حالت کې نسبي بدلون

د کابل ښار اوسېدونکی محمد حسين وايي، د کابل پولیسو له‌خوا د امنيت ټينګښت په تړاو هڅې تر بل هر وخت زياتې شوي او اوس‌مهال په امنيتي وضعيت که نسبي بدلون رامنځ‌ته شوی دی.

منصور یوسفزی
19 لیندۍ 1399
د کابل په امنیتي حالت کې نسبي بدلون

دوی زياتوي، دا اقدمات بسنه نه‌کوي او لا ډېر کار ته اړتيا ده.
حسين کليد ته وويل:
«په دې وروستيو څو ورځو کې موږ د کابل ښار په امنيتي وضعيت کې د نسبي بدلون شاهدان يوو، څو ورځې کې چې په ښار کې ترهګرییزې پېښې، چاودنې، غلاوې او هدفي وژنې راکمې شوې دي، د پولیسو اقدمات د ستايلو دي، دا اقدامات بايد لنډمهالي نه‌وي.»
د کابل ښار بل اوسېدونکی حسیب‌الله وايي، په دې وروستيو څو وروځو کې چسپکي ماينونه، هدفي وژنې او جنايي جرمونه په مراتبو راکم شوي او امنيتي وضعيت د ښه کېدو په حال کې دی.
دی له امنيتي بنسټونو غواړي چې خپل اقدامات دې جاري وساتي.
حسیب‌الله کليد ته وويل:
«د پولیسو له‌خوا د کابل په مرکزي دروازو او د ښار په منځ کې اقدمات جدي شوي دي، د دغه‌شان اقداماتو هرکلی کوو او تمه لرو چې دا هڅې دوامداره وي، څو موږ په امن چاپيريال کې ژوند وکړو.»
د کابل امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز بيا وايي، د تېرې يوې مياشت په لړ کې د لس‌ګونو ترهګریزو بريدونو څخه مخنیوی شوی او د څو اوپراتیفي عملياتو په پايله کې ۵۰ تنه ترهګر نيول شوي دي.
دی زياتوي، شاوخوا ۱۰۰۰ کسان چې د کابل په ناامنۍ کې یې لاس درلود، د کابل ښاريانو په همکارۍ نيول شوي دي.
نوموړي کليد ته وويل:
«د تېرې يوې مياشت په موده کې د کابل ګډ امنيتي ټيم د لس‌ګونو ترهګریزو پېښو مخنیوی کړی او د څو عملياتو په پایله کې یې له بېلابېلو ترهګریزو ګرپونو څخه ۵۰ کسان نيولي دي. همداراز د خلکو د مستقيمې همکارۍ په پايله کې ۱۰۰۰ کسان چې د کابل ناامنۍ او عامه نظم په خرابولو کې یې لاس درلود، هم نيول شوي دي.»
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې په کابل ښار کې د جنايي جرمونو زيات‌والي، غلاوو، هدفي وژنو او مقناطیسي ماينونو د زياتېدو په تړاو د ښاريانو اندېښنې زياتې شوې، اوس چې په امنيتي وضعيت کې نسبي بدلون رامنځ‌ته شوی، کابل ښاريان یې د دوام غوښتنه کوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA