دې ادارې په یوه بیانیه کې ویلي، دغه اندازه پیسې به د ۲۰۲۱ میلادي کال لپاره د ۳۹ میلیونه ماشومانو پر ژغورنې ولګول شي.
د بیانیې په خبره، په دغه شمېر پیسو کې به ۵۰۰ میلیونه ډالر له کورونا ویروس سره مبارزې ته هم ځانګړي شي.
بیانیه زیاتوي، له دغو مالي سرچینو څخه به تر ډېره د یمن او سوریې د ماشومانو ژغورنې لپاره ګټه واخیستل شي.
د یونیسف د راپور پر اساس، همداس او په سوریه کې د کورنۍ جګړې له امله نېږدې پنځه میلیونه ماشومان بشري مرستو ته جدي اړتیا لري.
په ورته وخت کې ۱۲ میلیونه ماشومان په یمن کې له لوږې سره مخ دي او په سوډان کې پنځه میلیونه او ۳۰۰ زره ماشومان د بیړنیو مرستو په تمه دي.


