دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۶۷ میلیونه ډېر شوی او تر یو نیم میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۶۰ زره او ۶۰۶ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۷۷زره ۳۱۷ په مکسیکو کې ۱۰۹زره او ۷۱۷، په هند کې ۱۴۰زره او ۵۷۳، په بریټانیا کې ۶۱ زره ۳۴۲، په ایران کې ۵۰ زره او ۳۱۰او په پاکستان کې ۸۳۶۱ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.


