ads

په هند کې ۲۲۷ تنه پر ناپېژندې ناروغۍ اخته شوي

د هند په اندرا پردېش ایالت کې لسګونه تنه پر ناپېژندې ناروغۍ اخته شوي دي.

محمدخان بریال
17 لیندۍ 1399
په هند کې ۲۲۷ تنه پر ناپېژندې ناروغۍ اخته شوي

دې ناروغۍ هلته مېشت ډاکتران او د یاد هېواد وګړي اندېښمن کړي دي.
د هندي ډاکترانو په وینا، د دې ناروغۍ نښې د زړه بدوالی، د عضلو درد او پر خوله د ځګ درېدل دي.
د هغوی په وینا، پر یادې ناروغۍ ډېری اخته کسان د سر له درد څخه هم ځورېږي.
د هندوستان ټایمز ورځپاڼه وایي، تر اوسه هلته ۲۲۷ تنه پر دې ناروغۍ ککړ شوي چې ۴۶ ماشومان هم پکې شامل دي.
تر اوسه د دې ناروغۍ په تړاو ډېر معلومات نه دي ورکړل شوي.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA