ads

په خوست کې د کلید په ګډون رسنۍ وستایل شوې

خوست کې هغه رسنۍ وستایل شوې چې د کورونا پرمهال یې د راډیويي ښوونځي په نوم پروګرامونه کړې وو.

بختاجان بختیار
17 لیندۍ 1399
په خوست کې د کلید په ګډون رسنۍ وستایل شوې

د خوست د پوهنې رییس نصیراحمد روښان وايي د دغه ولایت رسنیو د کورونا په سختو حالاتوکې چې ښوونځي رخصت وو، دوی د پوهنې ریاست سره پرته له مادیاتو داسې پلان ترتیب کړ، چې له مخې یې راډیويي ښوونځی رامنځ ته او زده کوونکو ته یې په کورکې د زده کړې زمینه برابره کړه.
هغه وایي، یاد راډيويي ښوونځی ډېر ګټور او د کورونا له کبله د زده کړو په ټپه ولاړ حالت یې بیرته عادي کړ:
«موږ سره په دې برخه کې رسنیو ډېره همکاري وکړه، په ځانګړي ډول کلید راډيو چې همیشه یې د پوهنې له بهیر سره مرسته کړې موږ ترې منندوی یو او په راتلونکي کې هم تمه ده چې د پوهنې بهیر په وده او غوړېدا کې زموږ لاسنیوی وکړي.»
په ورته مهال ددې ولایت اوسېدونکي هم له رسنیو خوښ دي چې د کورونا په ترنګلو شرایطوکې یې د راډيويي ښوونځي په نوم وخت بیل چې هم ترې زده کوونکو ګټه پورته کړه او هم یې د پوهنې ریاست سره مرسته وکړه.
شهزادالله حمیدي: «په خوست کې واقعا چې رسنیو خپل رسالت د پوهنې په برخه کې ادا کړ، چې د زده کوونکو لپاره یې په کورونو کې د زده کړې موقع برابره کړې وه.»
سجاده شاه: «رسنیو په رښتیا هم په دې برخه کې یو نوښت وکړ، چې هم یې زده کوونکي د انلاین زده کړو سره اشنا کړ او دې فرهنګ ته یې دوی وهڅول او بل یې د رسنیو او معارف ترمنځ ښه اړیکه پیدا کړه.»
وروسته له هغې چې په هیواد کې کورونا وبا په خپریدو شوه ورسره هم مهاله د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې کاروبارونه ودریدل او د پوهنتونونو او ښوونځيو دروازې هم وتړل شوې، خو په خوست کې ځايي رسنیو د پوهنې ریاست سره په همغږۍ د راډيويي ښوونځي د جوړیدو پرطرحې کار وکړ، چې له کبله یې له لومړي ټولګي څخه تر دوولسم ټولګي پورې زده کوونکو ته په کورونو کې د زده کړې زمینه برابره کړه.

کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA