ads

په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۲۸۲زره واوښت

د جان هاپکېنز پوهنتون د معلوماتو له مخې، په امریکا کې تر ۱۴ میلیونه ډېر کسان پر کورونا اخته شوي او تر ۲۸۲ زره ډېر بیا د دغه ویروس له کبله مړه شوي دي.

محمدخان بریال
17 لیندۍ 1399
په امریکا کې د کویډ ۱۹ د قربانیانو شمېر تر ۲۸۲زره واوښت
دا په داسې حال کې ده چې په ټوله نړۍ کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر تر ۶۷ میلیونه ډېر شوی او تر یو نیم میلیون ډېر کسان کورونا ناروغۍ مړه کړي دي.
په ایټالیا کې د دغه ویروس له کبله د مړو شمېر ۶۰ زره او ۷۸ تنو ته رسېدلی دی.
د دې تر څنګ په برازیل کې ۱۷۶زره ۹۴۱ په مکسیکو کې ۱۰۹زره او ۴۵۶، په هند کې ۱۴۰زره او ۱۸۲، په بریټانیا کې ۶۱ زره ۳۴۲، په ایران کې ۵۰ زره او ۳۱۰او په پاکستان کې ۸۳۶۱ تنه تر دې دمه کورونا ویروس وژلي دي.
دا ناروغي د لومړي ځل لپاره په چین کې راڅرګنده شوه، چې تر اوسه یې د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې د زرګونه کسانو ژوند اخیستی دی.
کلید ګروپ په ټویټر او فیسبوک کې وګورئ
د تکشارک په واسطه پراختیا او طرحه جوړونه - Copyright © 2021

Copyright 2020 © TKG: A public media project of DHSA